دا الوتکه په دې وروستیو کې په پنجشیر کې نه ده را غورځېدلې

False Military

د اېم ای-۱۷ (Mi 17) ډوله الوتکې یو پخوانی انځور په ټولنیزو رسنیو کې بیاځلې خپور شوی او ادعا شوې ګواکې د افغانستان د پنجشیر په ولایت کې غورځېدلې ده. 

زمونږ موندنې ښيي چې دا الوتکه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې را غورځېدلې وه او د پنجشیر ولایت پورې تړاو نه لري.

په فېسبوک پسټ کې راغلي: 

«نن ما زیګر پنجشیر ولايت کې نظامي چورلکه ولیدلې چې پکې ۱۰ تنه وژل شوي او ۴ نور سخت ټپيان دي.»

تاسو کولی شئ دا فېسبوک پسټ لاندې وګورئ:

Facebook Archive

راشئ چې د دغه ادعا او خپور شوي عکس حقیقت په اړه ځان پوه کړو:

 حقیقت موندنه

مونږ د دغه ادعا او عکس په اړه د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. 

زموږ د پلټنو په پایله کې معلومه شوه چې دا عکس د افغانستان په پنجشیر کې د کومې چورلکې غورځېدلو وروستۍ پېښې پورې اړه نه لري. دا انځور د څو کاله وړاندې پېښې پورې اړه لري.

دا انځور د افغانستان د هوايي ځواک Mi 17 ډوله الوتکې پورې اړه لري چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د نورستان په ولایت کې غورځېدلې وه. 

تاسو کولای شئ چې د دې پېښې په اړه لاندې لېنک او تصویر وګورئ:

link 1 Archive link

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې چورلکه په پنجشېر کې نه ده غورځېدلې، بلکې شاوخوا لس کاله وړاندې د ۲۰۱۱ کال د مې په میاشت کې را لویدلې وه. دا عکس پخوانی دی او د افغانستان د پنجشیر ولایت کومې وروستۍ پېښې پورې اړه نه لري.

 همدارنګه د افغانستان په پنجشیر کې د داسې یوې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی. پوسټ په بشپړ ډول ناسم دی.

Avatar

سرلیک: دا الوتکه په دې وروستیو کې په پنجشیر کې نه ده را غورځېدلې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *