
په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او ملا برادر یو پخوانی عکس خپور شوی دی. له دې عکس سره ادعا شوې چې ګواکې اشرف غني د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یو ځای د دوحې ښار ته ورسېدل.
زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د اشرف غني یو پخوانی عکس دی او د ملا برادر له انځور سره فوتوشاپ شوی دی.
په دې وروستیو کې ښاغلی غني دوحې ته نه دی تللی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو یو عکس شریک کړی دی چې ادعا یې کړې ګواکې ښاغلی غني قطر ته له ملا برادر سره یو ځای رسیدلی دی.
په فېسبوک پست کې راغلي:
«تازه خبر: دا پوسټ باید هرافغان شریک کړي. ولسمشر غني او ورسره پلاوی د ا.ا.ا د لومړي مرستیال ملا برادر سره د قطر هېواد دوحې ښار ته ورسېدل.»
د حقیقت موندنه
د دې ادعا او عکس په اړه مونږ د ګوګل انځورونو پلټنه تر سره کړه.
د پلټنو پر مهال مو وموندله چې عکس پخوانی دی او اصل عکس فوتوشاپ شوی هم دی. په فېسبوک پست کې خپور شوی عکس له اصلي عکس سره توپیر لري.
که موږ خپور شوي عکس ته په ځېر سره وګورو، نو مالومیږي چې دا عکس فوټوشاپ شوی دی. د ملا برادر عکس د فوټوشاپ په واسطه له اصلي عکس سره یو ځای شوی دی.
تاسو کولی شئ لاندې اصلي او فوټوشاپ شوی عکس وګورئ:
اصلي عکس:
فوټوشاپ شوی عکس:
اصلي انځور د اشرف غني د پخواني سفر پورې اړه لري. دا سفر د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو پر مهال شوی وو.
د نوي عرب د راپور له مخې، پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۰ کال په اکتوبرمیاشت کې د خلیج د هېوادونوله مشرانو سره د کتنې لپاره قطر ته تللی وو او ښايي له طالب استازو سره خبرې ونه کړي.
د نوموړي پخواني سفر په اړه کولای شئ چې نور مالومات په لاندې لېنک کې ولولئ:
له بلې خوا په قطرکې له ملا برادر سره د ښاغلي غني د تګ په اړه کوم موثق خبر نه دی خپور شوی.
د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته ښاغلی غني په متحده عربي اماراتو کې پناه واخیسته او په یوه وېډیو کې را څرګند شو.
د ښاغلي غني دا وېډیو کولای شئ چې په لاندې لېنک کې وګورئ:
Ashraf Ghani Facebook Archive Link
مونږ د دې عکس په اړه ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه نيټه پخوا هم یو راپور خپور کړی وو. هغه مهال له دې عکس سره ادعا شوې وه چې ګواکې ښاغلی غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کابل ته راغلی دی.
په دې تړاو زمونږ د حقیقت موندنې راپور کولای شئ چې د لاندې لېنک له لارې ولولئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندېږي چې دا عکس له ملا برادر سره په دوحه کې د اشرف غني د وروستي سفر پورې اړه نه لري.
په فیسبوک کې شریک شوی عکس پخوانی او فوتوشاپ شوی دی. په قطرکې له ملا برادر سره د اشرف غني د لیدنې خبر تر اوسه نه دی تایید شوي. د اشرف غني او ملا برادر د لیدنې راپورونه ناسم دي.

سرلیک: اشرف غني په دې وروستیو کې له ملا برادر سره دوحې ته نه دی تللی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Altered