
د ملي امنیت ۰۱ قطعې تویتر د پاکستان د چاودنې اړوند یو پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې نوموړی پاکستانی سرتیری په هلمند کې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوی دی.
ادعا
د ملي امنیت ۰۱ قطعې ته اړوند تویتر اکاونټ د روان کال د جوزا پر ۵مه لیکلي چې افغان هوایي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو او القاعده شبکې پر ګډ پټنځای برید کړی دی. په دې تویت کې راغلی: « په دغه برید کې د طالبانو او القاعده شبکې د وژل شوو او ټپیان شوو ترڅنګ؛ د پاکستان د اردو یو افسر په لومړیو کې ټپي او د پاکستان کویټې ښار یو روغتون ته تر استولو وروسته مړ شو».
یو شمېر رسنۍ هم دا خبر یې خپور کړی دی. شمشاد ټلویزون په خپل تویتر کې د ۲۱۵ میوند قول اردو له قوله لیکلي چې د طالبانو او القاعده شبکې پر پټنځایونو د افغان هوایي ځواکونو د بمباریو له امله د پاکستان د اردو یو افسر هم وژل شوی دی.
د شمشاد تویت
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور په پاکستان کې د یوې چاودنې پورې تړاو لري . دا چاودنه په ۲۰۱۰ کال یعنې شاوخوا ۱۰ کاله وړاندې شوې وه. دغه چاودنه د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام له خوا د خوړو وېش په یوه غونډه شوې وه. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي وو او ۹۰ نور ټپیان وو. هغه مهال د دې چاودنې مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخستی وو.
«سي ان ان» دغه انځور یې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې له همدې راپور سره یو ځای خپور کړی دی.
د سي ان ان راپور
د سي ان ان راپور لېنک/ آرشیف لېنک
په افغانستان کې مېشت د انځور د برخې یو ژورنالیست هم لیکلي چې دا انځور ناسم دی. ده په خپل تویتر کې ویلي: « د حکومت پلوي د تویتر حساب له خوا د ناسم مالوماتو یوه نمونه. دا انځور د ۲۰۱۰ کال پورې اړه لري».
Another instance of misinformation from a pro-government Twitter account. This photo is from 2010. https://t.co/bbvn1uMh55 https://t.co/6wzIFP5Eyw
— Andrew Quilty (@andrewquilty) May 25, 2021
پایله
د ملي امنیت ۰۱ قطعې تویتر او ځینو رسنیو له خوا د پاکستاني سرتیري کوم انځور چې خپور شوی او پکې ادعا شوې ګواکې دا چې په هلمند کې د افغان هوایي ځواکونو په بمبار کې ویشتل شوی، ناسم دی. دا انځور د ۲۰۱۰ زیږدیز کال پورې تړاو لري. په انځور کې ټپي شوی کس په ۲۰۱۰ کال کې د اسلام آباد په یوه چاودنه کې ټپي شوی وو.

سرلیک: د پاکستاني اردو سرتیری د افغان ځواکونو له خوا نه دی ویشتل شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False