
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې ده، چې ګواکې په دغه ویډیو کې د افغان ځواکونو له لوري د توغندیو بریالۍ ازموینې صحنه ښکاري. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکط ده او خپره شوې ویډیو کې د توغندیو ازمایل د افغان ځواکونو پورې اړه نلري، بلکې –
د (BALLS – Big Ass Load Lifting Suckers) توغندیو له جملې ازمایل شوي توغندي دي، چې عموماً د امریکا غربي سیمې (Black Rock Desert) کې دغه چاره ترسره کیږي.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرې شوې ویډیو سره لیکلي دي: «افغان پوځ د توغندي بریالۍ ازموینه ترسره کړه.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده. خپره شوې ویډیو کې د توغندیو ازمایل د افغان ځواکونو پورې اړه نلري، بلکې د (BALLS – Big Ass Load Lifting Suckers) توغندیو له جملې ازمایل شوي توغندي دي، چې عموماً د امریکا غربي سیمې (Black Rock Desert) کې دغه چاره ترسره کیږي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون مو هم پلی کړ، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا دروغ ده.
د Filkr پر رسمي ویبپاڼې د همدې توغندیو ځینو صحنو انځورونه خپاره شوي، چې په کپشن کې یې ورسره لیکلي دي:
د BALLS – Big Ass Load Lifting Suckers توغندي په (Black Rock Desert) کې.

د دې تر څنګ د rocketvlogsofficial پر انسټاګرام او یوټیوب چینلونو هم د دغو ډولونو توغندیو د ازمولو ویډیو خپره شوې او ورسره عین تفصیل لیکل شوی دی.


ارشیف | +
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپره شوې ویډیو کې د توغندیو ازمایل د افغان ځواکونو پورې اړه نلري، بلکې د (BALLS – Big Ass Load Lifting Suckers) توغندیو له جملې ازمایل شوي توغندي دي، چې عموماً د امریکا غربي سیمې (Black Rock Desert) کې دغه چاره ترسره کیږي.
په دغه ویډیو کې د توغندیو ازمایل په افغان ځواکونو پوره اړه نلري. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

