
د ۲۰۲۶ کال می میاشتې په ۶مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د یو ځانمرګي ډرون الوتکې یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دا د نامعلومو سولوالو ځانمرګی ډرون دی او په باجوړ کې یې یوه پوسته په نښه کړې ده. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او له ادعا سره خپره شوې ویډیو اصلاً د یوې امریکا-جوړې ځانمرګي ډرون (LUCAS kamikaze) ده، چې د عراق په مکسمور کې یې یوه اډه په نښه کړې ده.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی خپلو پوسټونو کې له خپرې شوې ویډیو سره لیکلي دي: «تازه خبر؛ باجوړ کې پر یوې پوستې د نامعلومو وسلوالو لخوا ډرون برید شوی دی.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. خپره شوې ویډیو باجوړ کې پر کومه پوسته د ځانمرګي ډرون برید نده، بلکې د یوې امریکا-جوړې ځانمرګي ډرون (LUCAS kamikaze) ده، چې د عراق په مکسمور کې یې یوه اډه په نښه کړې ده.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د خپرې شوې ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا دروغ ده.
د Washington Eye پر رسمي ایکس پاڼې د همدې صحنې ویدیو خپره شوې ده او ورته یې لیکلي دي: ویډیو کې د امریکا لخوا جوړه شوې LUCAS کامیکازې ډرون په عراق کې په عمل کې ښیې، چې د راپورونو له مخې د ایران ملاتړ لرونکي PMF هدف په نښه کوي.
د AFN خبري چینل د همدې صحنې ویډیو او انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي: په مکسمور کې د عراقي پوځ پر یوه اډه د کامیکازې بې پیلوټه الوتکو برید وشو.

همدا راز د Kurdish News خبري چینل هم یو راپور کې لیکلي: په مکسمور کې د عراق پر اډې د ډرون برید… د همدې راپور سره دیو هم ویډیو او هم انځور خپور کړی دی.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپره شوې ویډیو باجوړ کې پر کومه پوسته د ځانمرګي ډرون برید نده، بلکې د یوې امریکا-جوړې ځانمرګي ډرون (LUCAS kamikaze) ده، چې د عراق په مکسمور کې یې یوه اډه په نښه کړې ده.

