
د ۲۰۲۶ کال روانې می او تېرو میاشتو کې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو یوې پېغلې نجلۍ او ځوان هلک ته منسوب یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې تازه طالبانو یو هلک او نجلۍ په هوټل کې نیولي دي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او له ادعا سره خپور شوی انځور د 2022 کال جولای میاشتې یوې قضیې دی.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره لیکلي دي: «تازه خبر؛ طالبانو يو هلک او انجلۍ په یو هوټل کى ونیول …»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په اصل کې له ادعا سره شریک شوی انځور د 2022 کال جولای میاشتې هغې قضیې دی، چې د راپورونو په اساس کندوز ولایت کې طالبانو یو ځوان او پېغله له کوره د تښتېدو په تور نېولي وه.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو انځور په دقت سره وکتلو او همدا راز ګوګل ایمیج لټون مو هم پرې پلی کړ، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا غولوونکې ده.
دا قضیه چې اصلاً په 2022 کال کې شوې وه، سلام وطندار یې انځور سره په خپل راپور کې لیکلي دي:
نیروهای ا.ا در کندز یک پسر و دختر را به اتهام فرار از خانه بازداشت کردند.

همدا راز انډیپینډینس فارسي ویبپاڼې هم دغه خبر او انځور په عین تاریخ خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي:
طالبان یک دختر و یک پسر را به جرم فرار از خانه بازداشت کردند.

د دې تر څنګ اطلاعات روز ورځپاڼې هم عین خبر د 2022 کال جولای میاشت خپور کړی، چې تاسې په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په اصل کې له ادعا سره چې کوم انځورونه خپاره شوي دي، د پخوانیو بېلا بېلو پېښو دي.
د یوې پخوانۍ قضیې انځور تازه له غولوونکې ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

