
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې ده، چې ګواکې دا په اسلام اباد د افغان هوایي ځواکونو د برید صحنه ښیي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپره شوې ویډیو د افغان ځواکونو له لوري په اسلام اباد د کوم هوایي برید نده، بلکې بحرین کې د امریکا پوځي اډې ته نږدې د هغه لګېدلي میزایل ده، چې د ایران له لوري توغول شوی وو.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرې شوې ویډیو سره لیکلي دي: «افغان هوایي ځواک اسلام اباد باندې هوایي برید کړی.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. خپره شوې ویډیو د افغان ځواکونو له لوري په اسلام اباد د کوم هوایي برید نده، بلکې بحرین کې د امریکا پوځي اډې ته نږدې د هغه لګېدلي میزایل ده، چې د تېرې فبروري په 28مه د ایران له لوري توغول شوی وو.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون مو هم پلی کړ، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا دروغ ده.
د AP پر رسمي یوټیوب چینل همدا ویډیو د تېرې فبروري په 28مه خپره شوې ده او په تفصیل کې یې ورسره لیکلي دي: هغه ویډیو چې د شنبې په ورځ ثبت شوې ده هغه شیبه ښیي چې په بحرین کې یوه ودانۍ د ایراني توغندي له خوا وویشتل شوه.
همدا راز سي این این خبري چینل هم دغه ویډیو او خبر خپور کړی دی او ورسره یې لیکلي دي:
د سي این این لخوا جغرافیایي موقعیت لرونکې ویډیو هغه شیبه ښیي چې په بحرین کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو اډې ته نږدې یو توغندی ولګېد.

سکای نیوز هم دې ویډیو ته، چې د 2026 کال فبروري په 28مه یې پر خپل رسمي یوټیوب چینل خپره کړې ده، کپشن کې لیکلي دي: د امریکا سمندري ځواکونو اډه د ایراني توغندیو تر برید لاندې راغلې.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپره شوې ویډیو د افغان ځواکونو له لوري په اسلام اباد د کوم هوایي برید نده، بلکې بحرین کې د امریکا پوځي اډې ته نږدې د هغه لګېدلي میزایل ده، چې د تېرې فبروري په 28مه د ایران له لوري توغول شوی وو.
دا ویډیو په اسلام اباد د افغان ځواکونو هوایي برید نده، بلکې بحرین کې د ایران هوایي برید ښیي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

