د یوه امریکایي ډالر بیه ۸۲ افغانۍ ته نه ده را ښکته شوې

Economy False

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د یوه امریکایي ډالرو بیه په دې وروستیو کې ۸۲ افغانۍ ته را ښکته شوې ده.

زمونږ د موندنو پر اساس، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې له ټېټېدو څخه وروسته د یوه ډالر بیه تر ۸۲ افغانۍ پورې نه ده را ښکته شوې. 

ادعا

وروسته تر هغې چې د ډالرو پر وړاندې افغانۍ په بېسارې توګه خپل ارزښت وبایله، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ناسم پوسټونه شریک شوي دي. 

د روان میلادي کال د ډسمبر په ۱۳مه د یوه ډالر بیه د کابل په سرای شهزاد کې تر ۱۲۵ افغانۍ پورې ورسیده. له هغې وروسته د لومړنیو توکو بیې هم لوړې شوې. 

که څه هم په وروستیو ورځو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی خو تر ۸۲ افغانۍ پورې نه دی را رسیدلی.

د «سرای شهزاده کابل» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې د ډسمبر په ۱۵مه لیکلي چې ګواکې د یوه ډالر بیه ۸۲ افغانۍ ته رسیدلې ده.

فېسبوک پوسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

که څه هم په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی، خو تر ۸۲ افغانۍ پورې نه دی رسیدلی.

د طلوع نیوز تلویزیون خصوصي رسنۍ د کابل د سرای شهزاده د اتحادیې له قوله لیکلي چې د پنجشنبې (د لیندۍ ۲۴مه) په ورځ یو امریکایي ډالر تر ۹۴ افغانۍ پورې تبادله کیږي. تر دې یوه ورځ ( چهارشنبه، د لیندۍ ۲۳مه) وړاندې د یوه امریکایي ډالرو بیه شاوخوا ۱۰۵ افغانۍ وه. په داسې حال کې چې فېسبوک پوسټ کې ۸۲ افغانۍ ښودل شوې ده.

تویتر لېنک/آرشیف لېنک

له بلې خوا د افغانستان بانک په وېبپاڼه کې هم لیکل شوې ده چې د ډسمبر په ۱۵مه د یوه امریکایي ډالر بیه ۱۱۰ افغانۍ وه. په داسې حال کې چې په همدا نېټه د فېسبوک پوسټ ادعا ۸۲ افغانۍ ده.

افغانستان بانک وېبپاڼه/آرشیف لېنک

تر اوسه هېڅ کومې رسنۍ او نه د هم د سرای شهزاده ټولنې ویلي چې ګواکې د یوه ډالر بیه دې ۸۲ افغانۍ ته را ټیټه شوې وي.

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې په دې وروستیو کې د یوه ډالر بیه تر ۸۲ افغانۍ پورې نه ده را ټیټه شوې.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ تللی دی خو یو ډالر نن پنجشنبه شاوخوا ۹۴ افغانۍ تبادله کیږي.

Avatar

سرلیک: د یوه امریکایي ډالر بیه ۸۲ افغانۍ ته نه ده را ښکته شوې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *