
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پخواني انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې ګواکې دا چې افغان امنیتي ځواکونو د عليپور قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نیولې دي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د حمل پر ۴مه نېټه ادعا کړې ده چې افغان امنیتي ځواکونو د عليپور په قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نیولې چې د سپاه پاسداران سره اړیکې لري. دغه پوسټ په لس هاوو ځلې په فېسبوک کې شریک شوی دی.
د دغو کاروونکو په خبره، د ایران سپاه پاسداران جاسوسانو کلونه کیږي چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د شیعه مذهب پیروانو د حاکمیت لپاره کار کوي.
د فېسبوک د یوه کاروونکي پوسټ
د پېښې اروزنه
مونږ د ګوګل تصویر برعکس موندنې (Google Reverse Image Search) له لارې پر دغو عکسونو باندې څېړنه وکړه. په پای کې مو وموندله چې دا تصویرونه پخواني دي او په ۲۰۱۲ زیږدیز کال یعنې نهه کاله وړاندې اخستل شوي دي. دا عکسونه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د شپنیو عملیاتو تر سره کولو تمرین پورې اړوند دی.
تقریب خبري اژانس
په دې وېبپاڼه کې لیدل کیږي چې دا عکسونه په ۲۰۱۲ کال کې خپاره شوي دي.
له بلې خوا رویټرز خبري اژانس هم په خپل یو راپور کې دې ته ورته انځورونه یې خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې افغانې ښځینه امنیتي سرتیري د شپنیو عملیاتو د تمرین تر سره کولو پر مهال. دغه راپور ۹ کاله وړاندې خپور شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس راپور
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې چې کومه ادعا د علیپور په قرارګاه کې د ایرانۍ ښځو نېول کېدلو په اړه شوې، ناسم دی. خپاره شوي انځورونه د افغان ښځینه امنیتي ځواکونو نظامي تمرین ښيي چې په ۲۰۱۲ کال کې اخستل شوي دي.