مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل ژوندی دی!

False National

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانۍ خبریالې مینه منګل د جسد عکس په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې مدني فعاله او په تېر حکومت کې د پکتیا ولایت د ځوانانو د پارلمان غړې ناهیده حکیمي منګل له نه معلومو کسانو لخوا په ډزو کې وژل شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکود مدنې فعالې ناهیده منګل د وژنې خبر خپور کړي دي. 

تاسو کولای شی يو داسې ادعا دلته وګورئ: 

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

د فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې ګواکي 

ناهيده حکيمي منګل په کابل کى د نامعلومه کسانو لخوا ويشتل شوي. 

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې دا انځور د مینه منګل پورې تړاو لري او د ناهیدې منګل د وژنې راپورونه ناسم دي.

 راځئ چې د فیسبوک د ادعاوو تر شا حقیقت ومومئ!

 د حقیقت معاینه

 مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر شريک شوي عکس د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندل چې د وژل شوې مېرمن دا عکس د پخوانۍ ویاندې مینه منګل پورې تړاو لري. 

آغلې مینه منګل په ۲۰۱۹ کال کې د مې په میاشت کې د نامالومو وسلوالو له خوا په کابل کې ووژل شوه. مینه منګل د آریانا تلویزیون ویانده او په تېر حکومت کې د پارلمان فرهنګي مشاوره وه.

د اغلې مینه منګل تصویر د ‘www.pasbanan.com’ وېبپاڼې له خوا خپور شوی.

لینک ۱ آرشيف لینک  

مونږ پر دې سربېره، په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو داسې کوم راپور مو ونه مونده چې په هغه کې د ناهیده منګل د وژنې خبر ورکړل شوی وی. د «خبریال» وېبپاڼې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې له هېواد څخه د ناهیده منګل د تللو خبر خپور کړی دی. 

په خبر کې راغلي چې ناهیده منګل افغانستان پرېښوده. د راپورونو له مخې، له هېواد نه د ناهیدې د تللو لامل امنیتي ګواښونه ښودل شوی ده.

لینک ۱ آرشيف لینک 

همدارنګه مو د ناهیده منګل د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه هم وڅیړل او وموندله چې هغه اکثرا په خپلو ټولنیزو رسنیو کې فعاله ده چې دا ښیي چې هغه ژوندۍ ده او همدارنګه د نایده منګل په اړه د کومې بدمرغه پیښې په اړه رسنیو راپور نه دی ورکړی.

ناهيد منګل فېسبوک 

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې ناهیده منګل نه ده وژل شوې. د هغه په تړاو د جسد عکس د آریانا تلویزیون ویاندې مینه منګل پورې تړاو لري.

Avatar

سرلیک: مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل ژوندی دی!

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *