راشد خان له افغانستان بانک سره د ۲ سوه زره ډالرو د مرستې خبره نه ده کړې

Economy False

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کرېکټ ستوری راشد خان د مرکې یو انځور خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګواکې نوموړي د امریکا غږ تلویزیون سره په یوه مرکه کې د افغانستان بانک سره د ۲ لکه ډالرو د مرستې خبره کړې ده تر څو د افغانۍ ارزښت د ډالرو پر وړاندې لوړ کړي. 

زمونږ پلټنې ښيي چې هغه په خپله مرکه کې دا خبره نه ده کړې. 

ادعا

کله چې افغانۍ د امریکایي ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ناسم خبرونه او اوازې لاس په لاس شوي دي. په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د کرېکټ ستوری راشد خان د افغانستان بانک سره د دوه لکه امریکایي ډالرو د مرستې خبره کړې ده. د دوی په وینا چې دا ډالر ځکه ورکوي تر څو د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړ کړي.

د «ملاله میوند» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د ډسمبر په ۱۵مه لیکلې: «زنده باد اتله.
راشد خان VOA سره مرکه کې وایی افغانستان بانک ته ۲ لکه دالر ورکړي تر څو لیلام یی کړي او د افغانۍ قیمت لوړ کړی نن #ډالر پلور97 او اخیستل 96 کړی راشد په وطن مین شخصیت دی».

تاسو کولای شئ چې لاندې فېسبوک پسټ وګورئ:

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د دې ادعا تر شاه د حقیقت مالومولو لپاره د راشد خان مرکه له امریکا غږ سره ولیده. نوموړي په مرکه کې دا نه دي ویلي چې ګواکې د افغانستان بانک ته به ۲ سوه زره امریکایي ډالره ورکوي. 

د ښاغلي راشد خان مرکه له امریکا غږ سره شاوخوا یوه میاشت وړاندې شوې وه چې د تېر شل اوریز کرېکټ نړیوال جام په اړه غږیدلی وو. په داسې حال کې چې د فېسبوک پسټ د ادعا نېټه د دسمبر ۱۵ ده. 

تاسو کولای شئ چې د ښاغلي راشد خان دا پخوانۍ مرکه دلته وګورئ:

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا ناسمه ده چې ګواکې راشد خان د افغانستان بانک سره د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو د مرستې خبره کړې ده تر څو د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شي. مونږ د نوموړي مرکه له «امریکا غږ- ډېوه» سره ولیدله او ښاغلي راشد خان داسې کومه خبره نه ده کړې.

Avatar

سرلیک: راشد خان له افغانستان بانک سره د ۲ سوه زره ډالرو د مرستې خبره نه ده کړې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *