په دې وروستیو کې د پاکستان الوتکې په کونړ کې نه دي وېشتل شوي

False Military

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان هېواد اړوند ۳ الوتکې په کونړ کې وېشتل شوي چې له امله یې ۲ پاکستاني جنرالان هم وژل شوي دي.

زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې وروستیو کې د پاکستان کومه الوتکه په کونړ کې نه ده ویشتل شوې.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۴مه ادعا کړې چې ګواکې په کونړ کې د پاکستان یو شمېر الوتکې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوي دي.

د «زرمینه محمدی» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلې: « تاﺯه خبر…

افغان ځواکونو يو ساعت مخکى کونړ کى د پاکستان 3 چورلکى ويشتلى, په يادو چورلکو کى 1 دانه F16 ډوله او دوه هليکوپټرى شاملى دى, په يادو چورلکو کى د 6 پيلوټانو په ګډون 2 جنرالان هم وژل شوى.

چورلکى د غورځيدو وروسته افغان ځواکونو کابل ته ليږدولى».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي.

لومړی انځور:

د الوتکې لومړی انځور پخوانی دی چې د عربستان هېواد پورې یې تړاو درلوده. د راپورونو پر اساس، دا الوتکه څو کاله وړاندې د یمن ځواکونو له خوا په نښه شوې وه. دا انځور شاوخوا درې کاله وړاندې په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې د غبرګولي (جوزا) په میاشت کې خپور شوی دی.

تاسو کولی شئ چې لاندې راپور ولولئ:

د راپور لېنک/آرشیف لېنک

دوهم انځور:

د الوتکې دوهم انځور د سایبریا هېواد الوتکې پورې تړاو لري. دا الوتکه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په روسیه کې غورځېدلې وه. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي وو.

راپور لېنک/آرشیف لېنک

درېیم انځور:

د الوتکې درېیم انځور د پاکستان پورې تړاو لري. دا الوتکه څو کاله وړاندې په لوګر کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه کې را غورځېدلې وه. د الوتکې سپاره کسان او الوتکه هغه مهال د طالبانو لاس ته ورغلي وو. 

په دې اړه کولی شئ چې دا راپور په انګلیسي ژبه وګورئ:

راپور لېنک/آرشیف لېنک

څلورم انځور:

د الوتکې څلورم انځور هم د پاکستان پورې تړاو لري خو دا انځور پخوانی دی. د پاکستان دا الوتکه د پوځي تمرین پر مهال غورځېدلې وه چې پکې دوه کسان د پېلوټ په ګډون مړه شوي وو.  دا انځور په ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د یوې وېبپاڼې له خوا خپور شوی دی.

وېبپاڼې لېنک/آرشیف لېنک

له بلې خوا مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه خو کوم راپور مو ونه مونده چې په کونړ کې د پاکستانۍ الوتکو د ویشتلو خبره یې کړې وي. 

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږی چې د فېسبوک پسټ دا ادعا ناسمه ده. په دې وروستیو کې په کونړ کې د پاکستان کومه چورلکه نه ده را غورځول شوې.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې د پاکستان الوتکې په کونړ کې نه دي وېشتل شوي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *