پخواني عکس له دې ادعا سره شریک شوی چې ګواکې یوه نجلۍ په موبایل کې له هلک سره د خبرو له امله وهل او ټکول شوې

False Social

د ښځو حقونه او په ټولنه کې د ښځو وضعیت څو څو ځله د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده. داسې پېښې هم شوي چې ښځې  د زنا په تور سنګسار او وژل شوي دي.  په هر حال، ځیني وختونه په ټولنیزو رسنیو کې د داسې پېښو په اړه ناسم مالومات هم شریک شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس له دی ادعا سره شریک شوی چې ګواکې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یوه ښځه د روژې په میاشت کې له یوه هلک سره پر ټیلیفون د خبرو له امله وهل او ټکول شوې ده.

 تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

فېسبوک آرشيف لینک

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوې:

«دې نجلۍ په دې روژه کې له يو هلک سره په مبايل خبرې کولې خپل ميړه داسې وهلی.»

 د فاکټ کریسینډو موندنې ښیې چې د فیسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده.

د حقیقت پلټنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې عکس پخوانی دی. دا عکس د کومې افغانې نجلۍ پورې اړه نه لري. 

دا عکس له ۲۰۱۸ کال راهیسې په انټرنټ کې خپور شوی دی. 

د څو روسي ویبپاڼو په وینا، هغه نجلۍ چې عکس یې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی، د تاجکستان هېواد پورې تړاو لري او په ۲۰۱۸ کال کې په مسکو کې وهل او ټکول شوې وه.

Akhbor-rus.com Archive

Link 2 Archive 

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پوسټ ادعا حقیقت نه لري. دا د تاجکستان هېواد اړوند د هغې نجلۍ پورې تړاو لري چې په روسیه کې وهل او ټکول شوې وه. دا عکس د کومې افغانۍ نجلۍ پورې اړه نه لري.

Avatar

سرلیک: پخواني عکس له دې ادعا سره شریک شوی چې ګواکې یوه نجلۍ په موبایل کې له هلک سره د خبرو له امله وهل او ټکول شوې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *