د ښکر لرونکی سړی دا انځور پخوانی دی

International Misleading

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه بوډا سړي انځور خپور شوی چې ادعا شوې ګواکې دوه ښکرونه یې درلودل. د فېسبوک ادعا له مخې دا سړی ۱۴۰ کاله عمر لري چې یو ښکر یې تر عملیاتو وروسته لرې شوی او د دوهم ښکر د لرې کولو انتظار کوي.

زمونږ موندنې ښیي چې دا انځور اوسنی نه دی او نه هم دا سړی ۱۴۰ کلن دی. 

تاسو کولی شئ چې لاندې ورته پسټ وګورئ:

Facebook  Archive

د فیسبوک پسټ په ادعا کې لیکل شوي: 

«هغه ۱۴۰ کلن سړی چې ۲ ښکر یې شنه شوي وو. یو یې پرې کړی او د بل ښکر د پرې کولو انتظار کوي.»

راځئ په دې اړه په اصلي حقیقت باندې ځان پوه کړو:

د حقیقت پلټنه

مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر نوموړي عکس د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس پخوانی دی چې د ۲۰۱۶ میلادي کال پورې تړاو لري. 

دا د یمن هېواد اړوند د هغه سړي انځور دی چې ښکر ته ورته جوړښت یې پر سر را پیدا شوی وو.

په راپور کې راغلي چې د ده سړي عمر په ۲۰۱۶ کال کې ۷۰ کلونو ته رسېده. خو په فېسبوک پسټ کې ادعا شوې چې ګواکې دا سړی ۱۴۰ کلن دی.

تاسو کولی شئ چې په دې اړه لاندې راپور وګورئ:

د نورو جزیاتو لپاره، کولی شئ چې لاندې لېنکونو ته ورشئ:

Eremnews  Archive

Goud  Archive 

Almowaten  Archive

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې دا انځور اوسنی نه دی. دا انځور ۴ کاله وړاندې خپور شوی وو او د سړي عمر هغه مهال ۷۰ کلن ښودل شوی وو.

Avatar

سرلیک: د ښکر لرونکی سړی دا انځور پخوانی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *