د وژل شویو هزاره ګانو دا عکس پخوانی دی

Misleading Security

له هغه راهیسې چې افغانستان د طالبانو په لاس د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه سقوط شو، اوس له یو شمېر ستونزو سره مخ دی. 

د طالبانو له خوا د افغانستان پر خلکو د ظلمونو ډېرې پېښې راپور ورکړل شوي دي.

په دې لړ کې یو شمېر جعلي انځورونه له ناسمو ادعا ګانو سره یو ځای خپاره شوي دي.

په دې وروستیو کې د وژل شویو هزاره ګانو یو پخوانی انځور خپور شوی دی چې ادعا شوې ګواکې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور اوسنی نه دی او نه هم دا پېښه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال را منځ ته شوې ده.

تاسو کولی شئ لاندې ورته پسټ وګورئ چې په تویتر کې خپور شوی دی:

Twitter   Archive

په تویت کې راغلي: « طالبانو په لویه لاره کې یو شمېر هزاره ګان له موټر څخه را ښکته کړل او هغوی یې ووژل  ځکه چې هغوی هزاره ګان وو».

راځئ چې د ادعا او شریک شوي عکس تر شا په حقیقت باندې ځان پوه کړو:

حقیقت معاینه:

مونږ پر شریک شوي عکس باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس د کومې وروستۍ وژنې پورې تړاو نه لري.

دا عکس د هغو هزاره ګانو اړوند دی چې څو کاله وړاندې د افغانستان په شمال کې د ډزو په واسطه وژل شوي وو.

Twitter  Archive

د نورو جزیاتو لپاره لاندې لېنکونه وګورئ:

Tasnim News  Archive

Dawn  Archive  Archive

له پورتنیو څېړنو څخه دا په ډاګه شوه چې عکس پخوانی دی او د تویتر ادعا ناسمه ده.

د هزاره ګانو د وژنې دا پېښه په دې وروستیو کې نه ده را منځ ته شوې.

 

 

 

Avatar

سرلیک: د وژل شویو هزاره ګانو دا عکس پخوانی دی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.