
د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او پاکستان حکومت تر منځ یو شمېر نښتې شوي دي. د دغو نښتو په لړ کې د تاوتریخوالي یو شمېر پېښې هم را منځ ته شوي دي.
په دې وروستیو کې په فېسبوک کې ادعا شوې چې د ټي ټي پي له خوا د پاکستان په لاهور کې یو ځانمرګی برید شوی دی.
د ادعا له مخې، په دې پېښه کې د پاکستان د پوځ ۴۷ سرتیري مړه شوي او ۷۶ نور ټپیان دي.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فاکټ کرېسینډو موندنې ښیې چې عکس پخوانی دی او شوې ادعا حقیقت نه لري.
د حقیقت پلټنه
مونږ پر شریک شوي عکس او ادعا باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا انځور د ټي ټي پي له خوا د کوم برید پورې اړه نه لري.
دا عکس د امریکا په کالیفورنیا کې د اورلګیدنې پورې اړه لري چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یو ځنګل کې را منځ ته شوې وه.
i 24 په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر کسان مړه شوي وو او یو شمېر نور زیانمن شوي وو.

د نورو مالوماتو لپاره کولی شئ چې لاندې لېنکونه وګورئ:
نو له دې څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده.
مونږ پر دې سربېره، په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو په دې اړه مو کوم راپور ونه مونده.
پایله
له پورته پلټنو څخه څرګنده شوه چې عکس پخوانی دی او په لاهور کې د تحریک طالبان پاکستان کوم ځانمرګی برید پورې تړاو نه لري.
دا عکس د امریکا په کالیفورنیا کې په ځنګل کې د اورلګېدنې پورې تړاو لري.

سرلیک: په امریکا کې د ځنګل د اورلګیدنې تصویر په پاکستان کې د ځانمرګی برید په توګه خپور شوی دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False