
له هغه راهیسې چې افغانستان د طالبانو په لاس د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه سقوط شو، اوس له یو شمېر ستونزو سره مخ دی.
د طالبانو له خوا د افغانستان پر خلکو د ظلمونو ډېرې پېښې راپور ورکړل شوي دي.
په دې لړ کې یو شمېر جعلي انځورونه له ناسمو ادعا ګانو سره یو ځای خپاره شوي دي.
په دې وروستیو کې د وژل شویو هزاره ګانو یو پخوانی انځور خپور شوی دی چې ادعا شوې ګواکې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.
خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور اوسنی نه دی او نه هم دا پېښه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال را منځ ته شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې ورته پسټ وګورئ چې په تویتر کې خپور شوی دی:

په تویت کې راغلي: « طالبانو په لویه لاره کې یو شمېر هزاره ګان له موټر څخه را ښکته کړل او هغوی یې ووژل ځکه چې هغوی هزاره ګان وو».
راځئ چې د ادعا او شریک شوي عکس تر شا په حقیقت باندې ځان پوه کړو:
حقیقت معاینه:
مونږ پر شریک شوي عکس باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس د کومې وروستۍ وژنې پورې تړاو نه لري.
دا عکس د هغو هزاره ګانو اړوند دی چې څو کاله وړاندې د افغانستان په شمال کې د ډزو په واسطه وژل شوي وو.

د نورو جزیاتو لپاره لاندې لېنکونه وګورئ:
له پورتنیو څېړنو څخه دا په ډاګه شوه چې عکس پخوانی دی او د تویتر ادعا ناسمه ده.
د هزاره ګانو د وژنې دا پېښه په دې وروستیو کې نه ده را منځ ته شوې.

سرلیک: د وژل شویو هزاره ګانو دا عکس پخوانی دی.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading