
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې یوه نړیواله غونډه د طالبانو د اوسني حکومت رسمیت پېژندنې په تړاو جوړه شوې ده تر څو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.
خو د فاکټ کرېسیڼدو پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د قطر غونډې پورې تړاو لري. تر اوسه هېڅ کومه غونډه د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې په تړاو نه ده شوې.
د «کابل نیوز» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلې: «هیله بښونکی خبر، د افغان حکومت د رسمیت پیژندنی نړیوالو غونډه روانه ده، ښایی نږدی ساعتونو کی حکومت په رسمیت وپیژندل شی».

یوې بلې فېسبوک پاڼې هم ورته ادعا یې کړې.
حقیقت موندنه
مونږ لومړی پر دغه انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا انځور پخوانی دی او د قطر غونډې پورې تړاو لري.
دا انځور په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکرې په تړاو په بېلا بېلو وختونو کې خپور شوی دی.
دویچه ویله پښتو دا انځور یې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اګست په ۲۸ له یوه راپور سره خپور کړی دی. د راپور په سرلیک کې راغلي: «دوحه: طالبان او امریکایي مرکچیان وروستي توافق ته نزدي شوي».

له بلې خوا تر اوسه هېڅ کومې رسنۍ د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې په تړاو د کومې نړیوالې غونډې د جوړېدو خبر نه دی ورکړی.
د یادولو ده چې تر اوسه هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې تر اوسه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو کومه نړیواله غونډه نه ده جوړه شوې. په دې تړاو خپور شوی انځور پخوانی دی چې د قطر غونډې پورې تړاو لري.

سرلیک: ایا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو تر اوسه کومه نړیواله غونډه شوې؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False