د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ریاست د رییس احمد ضیا سراج خبرې چې د رسنیو په هکله یې کړې تحریف شوې او حقیقت نه لري.

ادعا

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې په ۴مه ویلي وو چې د ملي امنیت رییس، احمد ضیا سراج وایي ګواکې یو شمېر رسنۍ د دولت مخالفینو په ګټه تبلیغات کوي چې ورته د منلو وړ نه دی. ده د احمد ضیا سراج له قوله لیکلي: «رسنۍ، سیاست مداران او سیاسي کارپوهان باید روانې جګړې ته متوجه وي. هغه څوک چې له تروریستانو سره اړیکې ټینګوي او د هغوی په ګټه تبلیغات کوي، دوی سره به د تروریست په توګه چلن کیږي».

Graphical user interface, application    Description automatically generated

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني تویت

تویتر/ آرشیف لېنک

طالبانو هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل تویتر کې لیکلي: «د خبریالانو او رسنیو لخوا د کاذبو خبرونو او غلطو معلوماتو د نشر په صورت کې د رسنیو او خبریالانو بې طرفي تر جدي سوال لاندې راتللې شي».

د مجاهد تویت له مخې، د دې کار د دوام په صورت کې به د راتلونکو اقداماتو مسئولیت پخپله د رسنیو د مسئولینو او کارکونکو په غاړه وي.

Graphical user interface, text, application, chat or text message    Description automatically generated

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تویت

تویتر/ آرشیف لېنک

د ښاغلي سراج څرګندونې په فېسبوک کې ډېر ځله لاس په لاس شوې دي.

Graphical user interface    Description automatically generated

فېسبوک پاڼه

فېسبوک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې په رسنیو او مطبوعاتو کې د ملي امنیت عمومي رییس ته منسوب خپاره شوي مطالب له حقیقت لېرې، تحریف شوي او جهت نیوونکي دي. په اعلامیه کې راغلي: « په عمومي فضا کې د سري ناستو تحریف شوو محتویاتو افشا او القا د منلو ندي، د ولسي جرګې د داخلي وظایفو خلاف او د اساسي قانون له موادو سره په ټکر کې دي».

Graphical user interface, text, application, email    Description automatically generated

د ملي امنیت ریاست تویت

تویتر/ آرشیف لېنک

له بلې خوا د آزادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا «نی» د رسنیو پر وړاندې د طالبانو او د امنیت ریاست خبرداری غندلی دی. نی طالبانو ته په خطاب کې ویلي، دوی باید پوه شي چې د افغانستان رسنۍ خپلواک دي او د هېواد د رسنیو قانون پر اساس کار کوي. نی لیکلي: «طالبان باید د جګړې د یوه لوري په توګه باید د نړیوالې جګړې قوانینو باندې عمل وکړي چې په هغه کې د رسنیو ګواښل جرم ګڼل کیږي».

له بلې خوا نی احمد ضیا سراج ته ویلي چې د رسنیو محدودول په دا ډول شرایطو کې د نظام او سولې پروسې په ګټه نه دی. اعلامیه لیکلي: «که چېرته ښاغلی سراج د کومې رسنی یا کوم خبریال د غیر قانوني عمل په اړه کوم سند په لاس کې لري نو باید د قانون له مخې اقدام وکړي.»

د نی اعلامیه

فېسبوک/ آرشیف لېنک

دا اندېښنې داسې مهال را پورته کیږي چې په دې وروستیو کې د طلوع نیوز یو پخوانی خبریال او د مالیې وزارت مطبوعاتي آمر نعمت روان په کندهار کې د ناپېژاندو وسلوالو له لورې ووژل شو.

پایله

د ملي امنیت ریاست ویلي چې د رسنیو په اړه د دې ریاست رییس احمد ضیا سراج څرګندونې تحریف شوې دي او حقیقت نه لري.