
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په تېر حکومت کې د لغمان امنیه قوماندانۍ انځور په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې نوموړی د طالبانو له خوا د پکتیکا امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.
خو زمونږ موندنې ښيي چې د نوموړي انځور فوټوشاپ شوی او نوموړی د طالبانو پر مهال د امنیه قوماندان نه دی ټاکل شوی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۲ ادعا کړې چې ګواکې په تېر حکومت کې د لغمان امنیه قوماندان د طالبانو له خوا د پکتیکا ولایت د امینه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د پخوانی حکومت له پرځېدو وروسته ښاغلی کامران د طالبانو له خوا ونیول شو. نوموړی د څو میاشتو لپاره له طالبانو سره بندي وو خو وروسته بیا بېرته خوشې شو.
اوس راشئ چې پر اصلي حقیقت پوه شو چې ایا لطف الله کامران د طالبانو له خوا بېرته په دنده ګمارل شوی او که نه.
حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنې په پایله کې مالومه شوه چې دا عکس فوټوشاپ شوی دی.
دا عکس هغه مهال اخستل شوی چې ښاغلی کامران په تېر حکومت کې د پکتیکا امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کوله.
دا عکس د « آریانا نیوز» له خوا تېر کال کې په یو تویت کې خپور شوی وو.
که چېرته مونږ اصلي او فوټوشاپ شوي عکسونو ته وګورو نو لیدل کیږي چې د افغانستان بیرغ فوټوشاپ شوی او پر ځای یې د طالبانو بیرغ لګول شوی دی.
اصلي انځور

جعلي انځور

له بلې خوا د «لطف الله کامران» په نوم فېسبوک پاڼې چې ښکاري د نوموړي اصلي پاڼه وي د دغو دواړو انځورونو په خپرولو سره لیکلي: «ګرانو او محترمو هیواد والو دا دوه ورځي کیږي چې په خواله رسنیو او فیسبوک کې زما د پخواني عکس په ایډیټ کولو سره داسي اوازي خپري شوي چې ما ګواکي دنده اخیستي ده زه هیڅ دنده او مسئولیت نلرم او نه کومه اراده لرم.»

پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د فېسبوک پسټ هغه ادعا چې پکې ویل شوې ګواکې لطف الله کامران د طالبانو له خوا د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی، ناسم دی. د نوموړي یو پخوانی انځور فوټوشاپ شوی دی.

سرلیک: ایا لطف الله کامران د طالبانو له بنده تر خوشې کېدو وروسته بېرته امنیه قوماندان ټاکل شوی؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Altered