ایا طالب چارواکو له حمدالله محب سره د ملي اردو پخوانیو ځواکونو د منسجم کېدلو پرېکړه کړې؟

Altered Politics

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا د حمدالله محب او طالب چارواکو یو فوټوشاپ شوی انځور خپور شوی دی چې ادعا کوي ګواکې حمدالله محب په قطر کې د طالب له چارواکو سره لیدلي او په افغانستان کې د ۰۱ قطعې د ځواکونو پر منسجم کېدو پرېکړه شوې ده.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور جعلي دی او ښاغلی محب په قطر کې له طالبانو سره په دې وروستیو کې نه دي لیدلي.

 تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook Archive

 په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي: « تیره ورځ قطر کی د افغان اا دولت مشرانو سره د ملي امنیت سلاکار حمدلله محب لیدلی او په اردو کمانډو او صفری قطعاتو د بیرته په منسجم کیدو یی پریکړه کړی».

ورته فوتوشاپ شوی عکس تر دې وړاندې هم د یو څه مختلف ادعا سره شریک شوی وو.  تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

Facebook Archive

 راځئ چې د ادعا او شریک شوي عکس تر شا حقیقت ومومو:

 حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د څېړنو په پایله کې مالومه شوه چې دا عکس اصلي نه دی بلکې په ډیجیټلي توګه اېډیټ شوی دی. 

تاسو کولی شئ چې اصلي او جعلي عکس لاندې وګورئ:

اصلي عکس:

جعلي عکس:

دلته په روښانه توګه ښکاري چې د حمدالله محب انځور په اصلي عکس کې فوتوشاپ شوی دی. ښاغلی حمدالله محب د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست تر ۱۵مې پورې د ملي امنیت شورا سلاکار وو. 

اصلي عکس په ۲۰۱۹ کال کې د قطر په دوحه کې د افغان سولې د خبرو پر مهال اخیستل شوی و، کله چې طالبانو له امریکا سره د سولې په خبرو کې ګډون کړی و.

 تاسو کولی شئ په دې اړه نور جزیات د لاندې لېنکونو له لارې ولولئ:

Siasat Archive

The Balochistan Post Archive

Newyork Times Archive

مونږ په دې اړه د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه خو په دې تړاو مو کوم راپور یا خبر ونه موند. ښاغلی محب په دې وروستیو کې نه هم له طالبانو سره لیدلي او نه هم د ۰۱ ځواکونو د بېرته منسجم کېدلو پرېکړه شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې له محمد اسماعیل خان او د «افغانستان مقاومت جبهې» له مشر احمد مسعود سره په تهران کې لیدلی وو. په دې لیدنه کې ښاغلی محب ګډون نه وو کړی.

 پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې ښاغلی حمدالله محب په قطر کې له طالب چارواکو سره په دې وروستیو کې نه دی لیدلی او نه هم په افغانستان کې د ۰۱ قطعې ځواکونو په منسجم کېدلو پرېکړه شوې.

دا انځور فوټوشاپ شوی دی.

Avatar

سرلیک: ایا طالب چارواکو له حمدالله محب سره د ملي اردو پخوانیو ځواکونو د منسجم کېدلو پرېکړه کړې؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Altered

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *