
په ټولنیزو رسنیو کې یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر زوی حبیب الرحمان حکمتیار وسلوال برید شوی او هغه وژل شوی دی.
د فېسبوک یوه پاڼه
د فېسبوک دغو کاروونکو د کابل امنیې قوماندان په حواله ادعا کړې چې ګنې حبیب الرحمان حکمتیار د کابل وزیر اکبرخان سېمه کې تر یو برید وروسته وژل شوی دی.
د فېسبوک یوه پاڼه
د پېښې ارزونه
حبیب الرحمان حکمتیار په خپله فېسبوک پاڼه کې دا اوازې رد کړي دي. دی ویلی چې پر ده د وسلوال برید خبر ناسم دی.
د حبیب الرحمان د فېسبوک پاڼې سکرین شاټ
پایله
پر فېسبوک کې هغه اوازې ناسم دي ګواکې دا چې د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار د کابل وزیر اکبر خان سیمه کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. پر ده باندې کوم وسلوال برید نه دی شوی.