
د امریکا-اسراییلو او ایران تر منځ د روانې جګړې په درشل کې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس څو ورځې وړاندې ایران سره د سولې خبرو لپاره پاکستان ته سفر درلود، چې له یوې ورځې خبرو وروسته بېرته د سولې له کوم تړون پرته امریکا ته ولاړ. د دې سفر په تړاو د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو د پاکستان پنجاب ایالت اعلی وزېرې مریم نواز او د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ته منسوب یو انځور له دې ادعا سره خپور کړ، چې ګواکې مریم نواز، جی ډي ونس ته غېږ په غېږ هرکلی او رغبړ کړی دی. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري او له یادې ادعا سره خپور شوی انځور جعلي دی.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ: «مریم نواز شريف د امريکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ته ټینګه غیږ ورکړې ده…»

رېښتیا څه دي؟
له ادعا سره خپور شوی انځور جعلي دی او پاکستان ته د دغه سفر پر مهال، چې د امریکا مرستیال ولسمشر ایران سره د سولې خبرو په موخه درلود، مریم نواز د پاکستاني لوري هغه ټیم غړو کې شتون نه درلود، چې د هرکلي لپاره یې هوایي ډګر ته راغلي وه.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.
پر Business Recorder یوټیوب چینل اسلام اباد ته د جی ډي وینس د را رسېدو او هغه ته د هرکلي صحنه ویډیو خپره شوې ده، چې هلته د پاکستاني لوري هرکلي ټیم غړو کې د پنجاب اعلی وزیره مریم نواز نشته او تاسې یې پوره ویډیو په لاندې توګه کتلی شئ.
همدا راز د DawnNews English پر رسمي یوټیوب چینل هم د عین صحنې ویډیو شته، چې جی ډي وینس ته د هرکلي پرمهال د پاکستاني پلاوي په منځ کې د مریم نواز شتون نشته یعني نوموړې په دې مراسمو کې ګډون ندی کړی. تاسې کولی شئ، د DawnNews English له لوري خپره شوې ویډیو په لاندې توګه وګورئ.
د USA Today News ویبپاڼې پاکستان ته ایران سره د سولې خبرو لپاره د جی ډي وینس د سفر ګالري خپره کړې، چې اته انځورونه ته شامله ده. په دې ګالري کې نښکاري، چې جی ډي وینس دې له مریم نواز سره روغبړ یا لېدنه کړې وي. تاسې دغه ګالري (دلته) کتلی شئ.

د دې تر څنګ موږ د امریکا د مرستیال ولسمشر جی ډي وینس هغه مهال ویډیوګانې هم وکتلې، چې نوموړی له ایران لوري سره د سولې ناکانو خبرو وروسته امریکا ته روان شو. د مخه ښې په مراسمو کې هم د مریم نواز شتون نشته. تاسې کولی شئ هغه صحنه په لاندې ویډیو کې وګورئ، وینس له اسلام اباد څخه بېرته امریکا ته روان شوی دی.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له ادعا سره خپور شوی انځور جعلي دی او پاکستان ته د دغه سفر پر مهال، چې د امریکا مرستیال ولسمشر ایران سره د سولې خبرو په موخه درلود، مریم نواز د پاکستاني لوري هغه ټیم غړو کې شتون نه درلود، چې د هرکلي لپاره یې هوایي ډګر ته راغلي وه.
ایا مریم نواز د امریکا له مرستیال ولسمشر جی ډي وینس سره رېښتیا غېږ په غېږ روغبړ کړی دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

