په کراچۍ کې د بریدونو ادعاوې دروغ دي.

False International

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د یو انځور په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګواکې د پاکستان کراچۍ پر پولیسو مرکز  موټر بم چاودنه شوې ده. 

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي چې د پاکستان په کراچۍ کې پر پولیسو مرکز موټر بم چاودنه وشوه. 

فيسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

فيسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې د فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی. همدارنګه، په دې وروستیو کې  په کراچۍ د پولیسو مرکزي دفتر په نښه کولو په باره د داسې کومې چاودنې راپور نه دی ورکړل شوی.

حقیقت معاینه 

موږ لومړی د رسنیو مستند راپورونه وغوښتل ترڅو معلومه کړو چې ایا په کراچۍ کې د پولیسو په مرکزي دفتر باندې د داسې کوم برید راپور ورکړل شوی دی که نه، مګر د دې ادعاوو د تایید لپاره د رسنیو کوم مستند راپورونه شتون نلري  او خپور شوی انځور اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو خپور شوي انځور په دقت سره وکتلو. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې شریک شوی شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی او شوې ادعا دروغ ده. 

د دې تر څنګ موږ چې کله له ادعا سره خپور شوی انځور په دقت سره وکتلو، نو ومولېدل، چې په انځور د (Gemini) لوګو یا نښه شته دی، چې دا په دې مانا چې دغه انځور په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه د (Gemini) په واسطه جوړ شوی دی. 

تاسې کولی شئ په لاندې انځور کې د جمنای لوګو وګورئ.

پایله

 له همدې امله دا روښانه ده چې د فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی. همدارنګه، په دې وروستیو کې د پولیسو مرکزي دفتر په نښه کولو لپاره د داسې کومې چاودنې راپور نه دی ورکړل شوی.

Result Stamp

Title: په کراچۍ کې د بریدونو ادعاوې دروغ دي.

Written By: Fact Crescendo Team

Result: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *