
د ۲۰۲۶ کال اپرېل میاشت کې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوي انځورونه له دې ادعا سره خپاره کړي دي، چې ګواکې تازه په یو بازار کې درنه چاودنه شوې او سل کسان پکې وژل شوي دي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او له ادعا سره خپاره شوي انځورونه په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوي دي.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرو شویو انځورنو سره لیکلي دي: «تازه خبر؛ همدا اوس په بازار کې چاودنه وشوه او تر سلو ډېر کسان مړه شوي دي.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په اصل کې له ادعا سره چې کوم دوه انځورونه خپاره شوي دي، په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو انځورونه په دقت سره وکتل او همدا راز ګوګل ایمیج لټون مو هم پرې پلی کړ، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا غولوونکې ده.
موږ لومړی له ادعا سره خپاره شوي انځورونه په دقت سره وکتل او ومولېدل چې په انځورونو د جیمنای مصنوعي ځیرکتیا لوګو یا ایکن ښکاري، چې په لاندې توګه یې کتلی شئ. په انځور د مصنوعي ځیرکتیا (جیمینای) لوګو په دې مانا چې دغه انځور اصلاً په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه په جیمنای جوړ شوي دي.

د دې تر څنګ موږ ځیر شو، چې له ادعا سره خپاره شوي انځورونه ډېر سره ورته دي او مالومیږي، چې په مصنوعي ځیرکتیا د جنریټ کولو پرامټونو یې یوازې ډېر لږ توپیر کړی دی. تاسې کولی شئ، په لاندې توګه د لومړۍ شمېر انځور، د دویمې شمېرې لرونکي انځور سره مقایسه او پرتله کړئ.

که تاسې غواړئ د جیمینای له لوري ځیني سامپلونه د هغوی په رسمي ویبپاڼې وګورئ، په لاندې توګه یې یو ځیني کتلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په اصل کې له ادعا سره چې کوم دوه انځورونه خپاره شوي دي، په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوي.
په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی انځورونه د چاودنې له ادعا سره خپاره شوي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

