د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان ته د ایساف ځواکونو د بېرته ورتګ خبر نه دی ورکړی

False Military

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې امریکایي پوځیان له افغانستان څخه ووتل او ډېر ژر د طالبان حکومت را منځ ته شو.

  له هغه وخت راهیسې د افغانستان د روان وضعیت په اړه ډېر ناسم معلومات په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې پخواني عکسونه له دې ادعا سره  شریک شوي چې  ګواکې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان ته د ایساف او امریکايي ځواکونو د بېرته ورتګ اعلان کړی دی.

تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټونه وګورئ:

فېسبوک فېسبوک
آرشيف آرشيف

 د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي:

«پنټاګون خبر ورکړی چې ایساف ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته ستنیږي. بل خوا د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان پیټر میلر هم دغه خبر ګارډین ته تایید کړی دی».

خو د فاکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د فیسبوک ادعا ناسمه ده ځکه چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ګارډین هم په دې تړاو کوم خبر نه دی خپور کړی.

 حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر نوموړي انځورونو او ادعا د ګوګل پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې پنټاګون داسې کوم خبر نه دی ورکړی او ګارډین ورځپاڼې هم داسې کوم راپور نه دی خپور کړی.

له بلې خوا دا عکسونه پخواني دي.

۱ عکس: 

لومړی عکس د عراق پورې تړاو لري. امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ او بالاخره امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواده ووتل. شریک شوی عکس په ۲۰۱۱ کال کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتلو پورې اړه لري.

USnews Archive 

Mprnews Archive

۲عکس:

دوهم عکس د هایټي هېواد پورې تړاو لري.  امریکايي پوځیان په ۲۰۰۴ کال کې په هایټي کې اساسي قانون د پروسې د پرمخ بیولو لپاره ځای پر ځای شول.

Defence.gov Archive 

nara.getarchive Archive

۳ عکس:

 دریم عکس د ایروټیک نیوز په نوم ویب پاڼه کې خپور شوی دی. د مقالې په سرلیک کې راغلی: «  د ۲۰۲۱ کال ته یوه کتنه».

په مقاله کې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي پوځیانو د ځینو عملیاتو په تړاو مالومات لیکل شوي دي.

مقاله د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې خپره شوې وه چې ښيي شریک شوی عکس پخوانی دی.

Aerotech news Archive

پر دې سربېره، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) دا نه دي ویلي چې ګواکې د ایساف ځواکونه به افغانستان ته بېرته ولاړ شي. له بلې خوا د ګارډین ورځپاڼه هم په دې تړاو کوم خبر نه دی خپور کړی لکه څرنګه چې په فېسبوک پوسټ کې ادعا شوې.

نو ویلی شو چې پورته درې واړه عکسونه پخواني دي او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پورې هېڅ تړاو نه لري.

 مونږ پخوا هم د حقیقت موندنې راپورونه خپاره کړي دي. تاسو کولی شئ چې د حقیقت موندنې ځیني راپورونه دلته ولولئ:

فیکټ کریسینډو افغانستان  آرشيف

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې افغانستان ته د ایساف ځواکونو د بېرته ورتګ ادعاوې حقیقت نه لري.

Avatar

سرلیک: د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان ته د ایساف ځواکونو د بېرته ورتګ خبر نه دی ورکړی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.