یو پخوانی انځور د «خاشه ځوان» جسد په توګه خپور شوی دی

Crime Partly False

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په ټکسي موټر کې د جسد یو پخوانی انځور یې د نظرمحمد خاشه د جسد په توګه  خپور کړی دی. 

د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، دا انځور پخوانی دی. په انځور کې مړ شوی کس د شینډنډ ولسوالۍ اوسیدونکی وو.

ادعا 

یو شمېر رسنیو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان کال د جولای په ۲۷مه د جسد یو پخوانی انځور یې خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګنې دا جسد د کندهار مشهور کمیډین خاشه ځوان پورې اړه لري.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

د سرخط ورځپاڼې هم دا انځور یې د خاشه ځوان د جسد په توګه خپور کړی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغه انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی. په انځور کې مړ شوی کس د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی وو. دا کس څو کاله وړاندې د افغان ځواکونو او طالبانو د نښتو په پایله کې وژل شوی وو. دا انځور د آمریکا غږ له خوا په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د جون په ۱۴مه د یو راپور سره یو ځای خپور شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او نا امنیو د ډېروالي په غبرګون سره لاریون کړی دی. د راپور په وینا، لاریون وال یو شمېر جسدونه د هرات ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راوړي دي. 

په راپور کې راغلي چې په هغه وخت کې د جګړې له امله په دغه ولسوالۍ کې د دوو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۵ کسان مړه شوي وو او ۲۰ نور ټپیان وو.

 

په راپور کې لیدل کیږي چې دا انځور پخوانی دی

د راپور لېنک کولای شئ دلته وګورئ: 

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

دا انځور په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال کې د جوزا په ۲۴مه د شفقنا وېبپاڼې له خوا هم خپور شوی او دا را ښيي چې انځور پخوانی دی.

د لاندې لېنک په واسطه کولای شئ چې دا راپور ولولئ: 

د راپور لېنک/ آرشیف لېنک

د کندهار مشهور کمیډین نظرمحمد چې په «خاشه ځوان» باندې هم مشهور وو، ځو ورځې وړاندې د وسلوالو طالبانو له خوا لومړی له کور څخه وویستل شو او بیا وروسته ووژل شو.

وسلوالو طالبانو په لومړیو کې د خاشه ځوان په وژلو کې لاس لرل رد کړی وو. خو وروسته په یوه وېدیو کې څرګنده شوه چې دا کار د وسلوالو طالبانو له خوا شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې دا ویدیو ډېر لاس په لاس شوی دی چې په هغه کې وسلوال د خاشه ځوان پر مخ څپیړې وهي او وروسته یې یو بل ځای ته لېږدوي.

دا ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د جسد هغه انځور چې د خاشه ځوان د جسد په توګه خپور شوی، پخوانی دی. دا جسد د خاشه ځوان پورې اړه نه لري. په انځور کې مړ شوی جسد د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسیدونکی وو چې څو کاله وړاندې د طالبانو او افغان حکومت د نښتو په پایله کې وژل شوی وو.

Avatar

سرلیک: یو پخوانی انځور د «خاشه ځوان» جسد په توګه خپور شوی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *