دا عکس د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني پورې تړاو نه لري

Altered Politics

په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني فوتوشاپ شوی عکس خپور شوی دی. له عکس سره یو ځای ادعا شوې چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د یوه عادي کس په توګه د قطر په هېواد کې ګرځي. 

زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د محمد اشرف غني پورې اړه نه لري بلکې د عراق پخوانی وزیر حیدرالعبادی دی.

  

په فېسبوک پسټ کې راغلي:

« ولسمشر غني په قطر کې د یوه عادي انسان په توګه ژوند کوي. وېډیو کې راغلي چې ښار کې ګرځي او خلک ورسره عکسونه اخلي. »

دا فېسبوک پسټ کولای شئ لاندې وګورئ:

Facebook Post Archive Link  

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر دې عکس د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس د ښاغلي غني پورې اړه نه لري. 

دا عکس فوتوشاپ شوی دی او په ډیجیټلي بڼه اېډیټ شوی دی.

تاسو کولی شئ اصلي عکس لاندې وګورئ:

دلته هم کولای شئ چې فوتوشاپ شوی عکس وګورئ:

دا عکس د اشرف غني نه دی بلکې د عراق پخواني لومړی وزیر حیدر العبادي پورې اړه لري. 

اصلي عکس په عراق کې د داعش له ماتې وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د ټاکنو پر مهال اخستل شوی دی. د عراق خلکو د خپلو استازو د ټاکلو لپاره هغه مهال خپلې رایې وکارولې. دا عکس د ټاکنو د رای اچونې پر مهال اخیستل شوی وو، هغه مهال چې لومړی وزیر حیدر العبادي رای ورکولو ته راغلی وو.

د نور مالوماتو لپاره کولای شئ لینکونو ته مراجعه وکړئ:

BBC  Archive Link

Middle East Eye Archive Link

پایله

دا عکس د پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني پورې اړه نه لري چې ادعا شوې ګواکې قطر کې په عادي ډول ګرځي. دا عکس د عراق پخوانی لومړی وزیر حیدر العبادي پورې اړه لري چې په ۲۰۱۸ کال کې د عراق په ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره راغلی وو.

Avatar

سرلیک: دا عکس د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني پورې تړاو نه لري

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Altered

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *