ایا په لاندې ویډیو او انځورونو کې ځانمرګی ډرون د افغان ځواکونو دی او په وزیرستان کې یې برید کړی؟

False International

د افغانستان-پاکستان وروستیو نښتو په لړ کې د ۲۰۲۶ کال مارچ په ۱۵مه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د یو ځانمرګي ډرون الوتکې انځورونه او ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دا د افغان ځواکونو اړوند ځانمرګی ډرون دی او په وزیرستان کې یې د پاکستاني پوځ مرکز په نښه کړی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او له ادعا سره شریک شوي انځورونه او ویډیو اصلاً د یوې امریکا-جوړې ځانمرګي ډرون (LUCAS kamikaze) دي، چې د عراق په مکسمور کې یې یوه اډه په نښه کړې ده.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپاره شویو انځورونو او ویډیو ګانو سره په بېلا بېلو الفاظو لیکلي دي: «د افغان ځواکونو ډرون وزیرستان کې د پوځ په مرکز برید کړی…»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره شریک شوي انځورونه او ویډیو د کوم افغان ځانمرګي ډرون ندي، بلکې د یوې امریکا-جوړې ځانمرګي ډرون (LUCAS kamikaze) دي، چې د عراق په مکسمور کې یې یوه اډه په نښه کړې ده.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپاره شويو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا دروغ ده.  

د AFN خبري چینل د همدې صحنې ویډیو او انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي: په مکسمور کې د عراقي پوځ پر یوه اډه د کامیکازې بې پیلوټه الوتکو برید وشو.

ارشیف

همدا راز د Kurdish News خبري چینل هم یو راپور کې لیکلي: په مکسمور کې د عراق پر اډې د ډرون برید… د همدې راپور سره دیو هم ویډیو او هم انځور خپور کړی دی. 

ارشیف

د Washington Eye رسمي ایکس پاڼې بیا د همدې صحنې یوه ویدیو له بلې زاویې خپره کړې او ورته یې لیکلي دي: لومړۍ ویډیو خپره شوې چې د امریکا لخوا جوړه شوې LUCAS کامیکازې ډرون په عراق کې په عمل کې ښیې، چې د راپورونو له مخې د ایران ملاتړ لرونکي PMF هدف په نښه کوي.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره شریک شوي انځورونه او ویډیو د کوم افغان ځانمرګي ډرون ندي، بلکې د یوې امریکا-جوړې ځانمرګي ډرون (LUCAS kamikaze) دي، چې د عراق په مکسمور کې یې یوه اډه په نښه کړې ده.

Avatar

ایا په لاندې ویډیو او انځورونو کې ځانمرګی ډرون د افغان ځواکونو دی او په وزیرستان کې یې برید کړی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *