په ویډیو کې بس د افغانستان تولید ندی، بلکې دا بس د مکسیکو دی!

False International

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې یو سور رنګ ماډل بس ښکاري. د دې ویډیو سره د یاد شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې دا بس د افغانستان تولید دی. په داسې حال کې چې دا خبر حقیقت نلري.

خو دا ویلی شو، چې په دا وروستیو کې د طالبانو حکومت اعلان وکړ، چې د ملي پراختیا شرکت نوی بس تولید کړی دی. اما هغه بس چې رسماً د افغانستان تولید اعلان شوی او چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ترمنځ وایرل شوی، توپیر لري.

فکټ کریسنډو دا موضوع څېړلې او تاسې یې لوستلو ته رابولو!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی د بس دغې ویډیو سره لیکلي: «ماشاءالله افغانستان دوهم بس هم جوړ کړی دی.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا دروغ ده. هغه سور رنګ بس چې په ویډیو کې ښکاري، د افغانستان تولید ندی، بلکې دا بس د مکسیکو هېواد Metrobús CDMX په نوم یادیږي.  

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟

موږ د خپرې شوې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل. بیا مو د همدې بس کمپنې اصلي ایکس پاڼه هم پیدا کړه او مالومه شوه، چې دغه بس د افغانستان تولید ندی.

د میټرو بس همدې کمپنۍ، چې د (Metrobús CDMX) د خپل رسمي ایکس پاڼې څخه تاسې د دوی د بسونو پوسټونه کتلی شئ. د مثال په توګه له یو انځور سره دوی لیکلي: د سخت باران په جریان کې، زموږ واحدونه د خوندیتوب د تدابیرو په توګه ورو کیږي.

د latamobility.com ویبسایټ هم د مکسیکو دغو بسونو په اړه راپور خپور کړی چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ:

ارشیف

د Secretaría de Movilidad CDMX په نوم یو رسمي ایکس پاڼې د دې بسونو انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي: د دې سیسټم دریمه کرښه به نوي بریښنایی واحدونه ولري. دا دهلیز به په هیواد کې ځانګړی وي او د CO2 اخراج به کم کړي.

که تاسې غواړئ، چې د هغه بس په اړه خبر شئ، چې د طالبانو حکومت یې د نوي تولید اعلان کړی وو، نو (دلته، دلته) کلیک وکړئ او یا یې هم په لاندې توګه د ایکس پوسټونو کې ولولئ:


پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا دروغ ده. هغه سور رنګ بس چې په ویډیو کې ښکاري، د افغانستان تولید ندی، بلکې دا بس د مکسیکو هېواد Metrobús CDMX په نوم یادیږي.

Avatar

په ویډیو کې بس د افغانستان تولید ندی، بلکې دا بس د مکسیکو دی! : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *