
وروسته له هغې چې د جنوري په ۱۸مه تازه اسراییلو په حیرانوونکې توګه یو ځل بیا په غزه کې بریدونه وکړل او له امله یې اوربند مات او د سلګونو فلسطینیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول، نو ورسره سم د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو پیغام او خبرداری هم خپور کړ. د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دغه خبرداری د Government Press Office لخوا نشر شو، چې پکې نوموړي حماس ته د بندیانو د نه خوشې کولو له امله د سختې جګړې خبرداری ورکړی.
اوس د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د نتنیاهو دغه خبرداري په دې ناسم ډول وایرل کړی. د ټولنیزو رسنیو دغه شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې نتنیاهو ویلي، په ټولو عرب هېوادونو کې دا جرأت نشته چې د اسرائیلو په خلاف ودرېږ او یا هم د اسراییلو په خلاف کوم څه ووایي. خو دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییلو د لوموړي وزیر نتنیاهو په وروستي ویډیوي کلیپ کې په دې الفاظو کوم خبره نشته.
د بشپړ پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ، څو پوسټونه د بېلګې په توګه په لاندې ډول وګورئ:

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا، چې ګواکې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، په ټولو عرب هېوادونو کې دا جرأت نشته چې د اسرائیلو په خلاف ودرېږ او یا هم د اسراییلو په خلاف کوم څه ووایي، ناسمه ده. نتیانیو په خپل وروستي کلیپ کې یوازې حماس ته د سختې جګړې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د روان جنګ او وژنې مسوولیت د حماس په غاړه دی.
موږ ولې وایو، چې د نتنیاهو په خبرداری په ناسم ډول مانا شوی دی؟
موږ د اسراییلو د لومړي وزیر وروستی خبرداری او ویډیو کلیپ پیدا کړ. دغه خبرداری په لومړي سر کې د Government Press Office رسمي یوټیوب چینل لخوا نشر شوی وو او بیا وروسته ډېرو رسنیو لکه AP هم راخیستی.
نتنیاهو په خپل وروستي خبرداري او پیغام کې څه ویلي؟
وروسته له هغه چې اسراییلو په غزه تازه خونړي بریدونه وکړل، نو د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو پیغام او خبرداری خپور کړ. موږ تاسې ته د نوموړي خبرداری او خبرې کټ مټ په لاندې توګه ژباړو، چې AP خبري اژانس لخوا نشر شوي دي:
“د دفاع وزیر سره یوځای، ما د اسراییلو د دفاعي او امنیتي چارواکو سپارښتنه ترلاسه کړه چې د حماس پر وړاندې شدیدې جګړې ته بیرته وګرځو. له دې وروسته به اسراییل د حماس پر وړاندې په زیاتیدونکي شدت سره عمل وکړي. او له دې وروسته به خبرې اترې یوازې د اور لاندې ترسره شي. حماس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ ځواک احساس کړی دی. او زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم: دا یوازې پیل دی. موږ به د جګړې ټولو اهدافو ته د رسیدو لپاره جګړې ته دوام ورکړو – زموږ ټول یرغمل خوشې کول، د حماس له منځه وړل، او دا ژمنه چې غزه به نور اسراییلو ته ګواښ نه وي. ” (له عبراني ژبې پښتو ته ژباړل شوی).
“حماس د دې جګړې مسؤل دی. زموږ په ښارونو یې یرغل وکړ، زموږ خلک یې ووژل، زموږ پر ښځو یې تیری وکړ او زموږ عزیزان یې وتښتول. حماس زموږ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره په پرله پسې وړاندیزونو انکار وکړ. په تیرو دوو اونیو کې، اسراییلو په دې هیله چې حماس به خپله لاره بدله کړي، هیڅ پوځي اقدام ونکړ. ښه، دا کار ونه شو. پداسې حال کې چې اسراییل د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف وړاندیز ومانه، حماس په کلکه له دې کولو څخه انکار وکړ. له همدې امله ما پرون د حماس پر وړاندې د پوځي اقدام اجازه ورکړه.
اسراییل فلسطینیان نه په نښه کوي. موږ د حماس ترهګر په نښه کوو، او کله چې دا ترهګر ځانونه په ملکي سیمو کې ځای پر ځای کوي، کله چې دوی ملکي وګړي د انساني ډال په توګه کاروي، دوی هغه کسان دي چې د ټولو ناغوښتل شویو تلفاتو مسؤل دي. فلسطیني ملکي وګړي باید د حماس ترهګرو سره د هر ډول تماس څخه ډډه وکړي، او زه د غزې په خلکو غږ کوم چې د زیان له لارې ووځي او خوندي سیمو ته لاړ شي، ځکه چې هر ملکي تلفات یوه تراژیدي ده، او هر ملکي تلفات د حماس ګناه ده” (له انګلیسي ژبې پښتو ته ژباړل شوی).
د Government Press Office رسمي یوټیوب چینل، چې د اسراییلو په حکومت پورې اړه لري، هم دغه کلیپ د جنوري په ۱۹مه خپور کړی دی، چې ۴ دقېقې او ۵ ثانیې ویدیو ده.
په دې کلیپ کې نوموړي په Hebrew ژبه خبرې کړي، چې په ټوله کې د حماس د ځپلو په اړه غږېدلی او دغه ډله (حماس) یې تورنه کړې، چې دوی اوربند او د بندیانو د خوشې کولو هوکړې ته ژمن ندي. نتنیاهو په دغه خبرداری کې ویلي، چې په غزه وروستی برید، چې سلګونه خلک پکې ووژل شول، یوازې پیل وو او تر هغې به جګړه کوي، تر څو چې اسراییل مطمین شوي نه وي، چې په راتلونکي کې له کوم ګواښ سره نه مخ کیږي.
تاسې کولی شئ ټول کلیپ دلته وګورئ:
که تاسې غواړئ، د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د وروستي خبرداري او په غزه د تازه بریدونو په اړه نور هم پوه شئ، نو د فکټ کریسند کته (دلته) ولولئ. موږ هلته دې پوښتنې ته، چې بنیامین نتنیاهو د غزې اوربند ولې مات کړ، هر اړخیزه کتنه کړې.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا، چې ګواکې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، په ټولو عرب هېوادونو کې دا جرأت نشته چې د اسرائیلو په خلاف ودرېږ او یا هم د اسراییلو په خلاف کوم څه ووایي، ناسمه ده. نتیانیو په خپل وروستي کلیپ کې یوازې حماس ته د سختې جګړې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د روان جنګ او وژنې مسوولیت د حماس په غاړه دی.

ایا د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو رېښتیا ویلي، چې ټول عرب هېوادونه د اسرائیلو خلاف هیڅ جرأت نشي کولی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading