په دې ویډیو کې سندرغاړي شرافت پرواني له خپلو مینوالو ولې بښنه غوښتې؟ 

False National

شرافت پرواني چې یو مشهور افغان سندرغاړی دی، په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنیدو وروسته یې هېواد پرېښود او په بهر کې میشت شو. نوموړي د ټولنیزې رسنیو فعالې نذیره کریمي سره، یوې مرکه کې د خپل دویم واده په اړه خبرې کړي. د هغه مینوالو او د ټولنیزو رسنیو فعالو د شرافت پرواني پر دویم واده بېلا بېل غبرګونونه وښودل. 

اوس د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او انسټاګرام یو شمېر کاروونکو د شرافت پرواني یو ویډیو کلیپ له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګني سندغاړي شرافت پرواني له هېوادوالو د خپل دویم واده له امله بښنه غوښتې. په داسې حال کې، چې دغه کلیپ پخوانی دی او په دې ویډیو کلیپ کې سندرغاړي شرافت پرواني د دویم واده له امله نه، بلکې د یو کنسرټ د ځنډېدو له امله له خلکو بښنه غوښتې وه. 

نور بشپړ مالومات د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لاندې څو پوسټونه، چې پکې د شرافت پرواني پر یوې پخوانۍ ویډیو لیکل شوي: «د شرافت پرواني بښنه، چې د دویمې ښځې له امله یې غوښتې ده».

Archive | Facebook Post

Archive | Instagram Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا دروغ ده، ځکه چې شرافت پرواني دغه ویډیو کلیپ کې د خپل دویم واده له امله نه، بلکې نوموړي د هغه کنسرټ د ځنډېدو له امله له خپلو مینوالو او هېوادوالو بښنه غوښتې ده، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د سویډن مرکز Stockholm کې ترسره شوی وی.

 نوموړي د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې څخه دغه ویډیو کلیپ سره کپشن کې لیکلي: «د کنسرټ د نیټې د ځنډولو له امله په سویډن کې میشتو ګرانو هیوادوالو څخه بخښنه غواړم!».

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ لومړی د شرافت پرواني د دویم واده په اړه مالومات راټول کړل، چې نوموړي‌د خپل دویم واده په اړه د ټولنیزو رسنیو یوې فعالې نذیره کریمي سره مرکه کې خبرې کړي دي. بیا مو د شرافت پرواني د ټولنیزو رسنیو رسمي اکونټونه سکرول کړل او موږ وموندله، چې نوموړي دغه ویډیو کلیپ د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشتې په ۳۰مه نېټه خپور کړی او په کلیپ کې یې د کنسرټ د نېټې د ځنډول کېدو له امله خپلو مینوالو څخه بښنه غوښتې. په داسې حال کې چې د دویم واده موضوع یې د ۲۰۲۵ میاشتې فبروري میاشت کې راڅرګنده شوه. 

تاسې کولی شئ د شرافت پرواني له فیسبوک پاڼې څخه بشپړ خپور شوی کلیپ په لاندې توګه مشاهده کړئ:

ارشیف

همدا راز نوموړي د سویډن د کنسرټ بازار موندنې لپاره اعلان هم له خپل رسمي انسټاګرام څخه خپور کړی، چې هلته د ۲۰۲۴ کال نومبر ۳۰مه نېټه لیکل شوې او تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ:

ارشیف

موږ هغه مرکه هم پیدا کړه، چې شرافت پرواني د ټولنیزو رسنیو فعالې نذیره کریمي سره کړې او د خپل دویم واده په اړه یې پکې یادوونه کړې ده.

تاسې دغه مرکه په لاندې ادرس کتلی شئ: 

ارشیف

بالاخره موږ متوجه شو، چې شرافت پرواني د هغو عبرګونو په اړه هم پوسټ کړی وو، چې د ده د دویم واده له امله پرې هېوادوالو نېوکې کړې وې. په دې غبرګون کې شرافت پرواني لیکلي: راځئ چې د ځان لپاره ژوند وکړو او هیڅکله د نورو په شخصي ژوند کې مداخله ونه کړو. موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې هیڅوک ورته نه دي. حتی د هر چا د ګوتو نښې هم توپیر لري. دا د خدای له قدرتونو څخه یو دی. کله چې زه یو بد کار وکړم، خدای به خامخا ماته سزا راکړي. مهرباني وکړئ زما او زما د کورنۍ له سپکاوي او سپکاوي څخه ډډه وکړئ. ما د خدای په لاس کې پریږدئ، او زه به تاسو د خدای په لاس کې پریږدم! …

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وموندله، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا دروغ ده، ځکه چې شرافت پرواني دغه ویډیو کلیپ کې د خپل دویم واده له امله نه، بلکې نوموړي د هغه کنسرټ د نېټې د ځنډېدو له امله له خپلو مینوالو او هېوادوالو بښنه غوښتې ده، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د سویډن مرکز Stockholm کې ترسره شوی وی.

Avatar

Title:په دې ویډیو کې سندرغاړي شرافت پرواني له خپلو مینوالو ولې بښنه غوښتې؟

Written By: Fact Crescendo Team  

Result: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *