پخوانی او غیر اړونده عکس د پاکستاني پولیسو د وروستي برید په څیر شریک شوی.

International Misleading

په   ټولنیزو رسنیو کې يو عکس له دې ادعا سره  خپاره شوي چې صمیم اباد سیمه کی پر پنچابی پوځیانو ځانمرګی بر.ید شوی. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک  ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

په ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي  “پر پنچابی پوځیانو ځانمرګی بر.ید شوی”

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې په ټولنیزو رسنیو کې يو پخواني عکس پر پاکستاني پوليس وروستي ترهګري بريد په تړاو شريک شوی.

د حقیقت معاینه

 د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو عکسونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې ولټوو ترڅو د وروستي چاودنې يا بريد خبر تایید کړي. خو داسې کومې پېښې په اړه کوم رسنۍ راپورونه نشته. 

د نورو پلټنو لپاره، موږ په شریک شوي عکسو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او وموندله چې شریک شوي عکس پخوانی دی او کومې داسې وروستي پېښې  سره تړاو نه لري.

د ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره ، موږ وموندله چې شریک شوی عکس زوړ دی او شریک شوی عکس د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې د کندز دښتې په ارچي ولسوالۍ کې د دفتاني د کلي پر مدرسې له بمبار وروسته اخیستل شوی.

Dawamedia  Archived link  

 پایله

نو له همدې امله نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ناسمې دي او په فیسبوک کې پخواني عکس پر پاکستاني پولیسو د وروستي بريد د جعلي ادعاګانو سره شریک شوي دي.

Avatar

سرلیک: پخوانی او غیر اړونده عکس د پاکستاني پولیسو د وروستي برید په څیر شریک شوی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *