
مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل نه ده وژل شوې
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانۍ خبریالې مینه منګل د جسد انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې مدني فعاله او په تېر حکومت کې د پکتیا ولایت د ځوانانو د پارلمان غړې ناهیده حکیمي منګل په یوه برید کې وژل شوې ده.
خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د مینه منګل پورې تړاو لري او د ناهیدې منګل د وژنې راپورونه ناسم دي.
ادعا
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مارچ په ۲۴ د مدنې فعالې ناهیده منګل د وژنې خبر خپور کړی دی.
د «شازیه حیاء» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې لیکلې: «تازه خبر
پکتیا ولایت د مدنی فعاله او پکتیا د ښځو نماینده ناهیده حکیمی منګل په یو برید کې وژل شوی برید مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی».

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندل چې د وژل شوې مېرمن دا انځور د پخوانۍ ویاندې مینه منګل پورې تړاو لري.
آغلې مینه منګل په ۲۰۱۹ کال کې د مې په میاشت کې د نامالومو وسلوالو له خوا په کابل کې ووژل شوه. مینه منګل د آریانا تلویزیون ویانده او په تېر حکومت کې د پارلمان فرهنګي مشاوره وه.
د اغلې مینه منګل تصویر د ‘www.pasbanan.com’ وېبپاڼې له خوا خپور شوی دی.

مونږ پر دې سربېره، په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو داسې کوم راپور مو ونه مونده چې په هغه کې د ناهیده منګل د وژنې خبر ورکړل شوی وی. د «خبریال» وېبپاڼې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې له هېواد څخه د ناهیده منګل د تللو خبر خپور کړی دی.
په خبر کې راغلي چې ناهیده منګل افغانستان پرېښوده. د راپورونو له مخې، له هېواد نه د ناهیدې د تللو لامل امنیتي ګواښونه ښودل شوی ده.

پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې ناهیده منګل نه ده وژل شوې. د هغه په تړاو د جسد انځور د آریانا تلویزیون ویاندې مینه منګل پورې تړاو لري.

سرلیک: مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل نه ده وژل شوې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False