د پخوانی پارلمان غړی سید احمد سېلاب ژوندی دی؛ خو نوموړی د فېسبوک کاروونکو له خوا مړ بلل شوی

False Political

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه وېجاړ شوي موټر تصویر په خپرولو سره ادعا کړې چې د تېر حکومت د پارلمان غړی او د «سېلاب» خیریه بنسټ مشر په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو زمونږ موندنې ښيي چې د ویجاړ شوي موټر دا انځور د نوموړي پورې تړاو نه لري او ښاغلی سېلاب ژوندی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان میلادي کال د مارچ په ۸ ادعا کړې چې ګواکې د تېر حکومت د پارلمان غړی سید احمد سېلاب په یوه ټرافیکي پېښه کې وفات شوی دی.

د «تازه خبر/خبر عاجل» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلي: «حاجي سید احمد سیلاب په یو ترافیکي پيښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړ».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

ورته ادعا په فبروري میاشت کې هم شوې وه.

تاسو کولی شئ چې ورته فېسبوک پسټ په لاندې لېنک کې وګورئ:

فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره د ښاغلي سېلاب فېسبوک پاڼې ته ولاړو. نوموړی اوس هم په ژوندۍ بڼه د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې د وېډیو په بڼه را څرګندیږي. له دې څخه ښکاري چې سید احمد سېلاب ژوندی دی او د هغه د مرګ اوازې ناسم دي.

په لاندې فېسبوک پسټ کې ښاغلی سېلاب د مارچ په ۱۶ په لایف یا ژوندۍ بڼه را څرګند شوی، په داسې حال کې چې د فېسبوک یو شمېر پاڼو د مارچ په ۸ او د فبرورۍ په میاشت کې د نوموړي د مرګ خبر خپور کړی دی.

دلته کولی شئ چې تاسو د نوموړي وروستۍ وېډیو وګورئ چې د مارچ په ۱۶ په فېسبوک کې په ژوندۍ بڼه یا لایف راغلی وو.

مونږ پر دې سربېره د ویجاړ شوي موټر پر انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه.

زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې د موټر دا انځور پخوانی دی چې د ښاغلي سېلاب پورې تړاو نه لري.

دا انځور د واده اړوند یوې ټرافیکي پېښې پورې اړه لري چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د وري/حمل په میاشت کې د جلال آباد-تورخم په لویه لاره باندې را منځ ته شوې وه.

په دې پېښه کې هغه مهال د ناوې او زوم په ګډون ۹ تنه مړه شوي وو.

د دې پېښې په تړاو کولی شئ چې نور جزیات د «جمهور نیوز» په لاندې راپور کې ولولئ:

جمهور نیوز راپور/آرشیف لېنک

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې سید احمد سېلاب په دې وروستیو کې د ټرافیکي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی. نوموړی اوس هم په فېسبوک کې ژوندۍ یا لایف وېډیوګانې خپروي.

Avatar

سرلیک: د پخوانی پارلمان غړی سید احمد سېلاب ژوندی دی؛ خو نوموړی د فېسبوک کاروونکو له خوا مړ بلل شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *