افغان پیلوټان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېواد ته نه دي را ستانه شوي

False Military

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو او کاروونکو د ملي اردو ځواکونو پخواني انځورونه خپاره کړي او ادعا کوي چې ګواکې په بهر کې مېشت افغان پیلوټان او سرتیري بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او افغان پیلوټان بېرته هېواد ته نه دي راغلي. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو او کاروونکو د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۹مه ادعا کړې چې ګواکې هغه افغان پیلوټان چې د افغانستان د سقوط پر مهال بهر ته تللي وو، بېرته هېواد ته راغلي دي.

د « افغان ا.ا. زمریان» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «ترټولو ښه خبر،

د تاجکستان اوزبکستان او ایران څخه سلګونه سرتیری او پیلوټان افغانستان ته راستانه شول،

د ا.ا.ا حکومت لخوا یی تود هرکلی وشو او ګلونه یی غاړو کی ورواچول».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې د ملي اردو ځواکونو دا انځور پخوانی دی.

دا انځور د «طلوع نیوز» له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳مه یعنې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې خپور شوی دی.

دا انځور هلمند ته د ځانګړو عملیاتو د قول اردو پخوانی قوماندان جنرال هبت الله علیزی سره د یو شمېر سرتیرو ورتګ ښيي.

په دې اړه کولی شئ چې لاندې انځورونه وګورئ:

3

له بلې خوا مونږ د ګوګل کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه خو داسې کوم راپور مو ونه مونده چې ګواکې افغان پیلوټان او سرتیري دې بېرته افغانستان ته په ډله ایزه توګه را ستانه شوي وي.

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له بهر څخه افغان پیلوټان او سرتیري هېواد ته دي راغلي.

Avatar

سرلیک: افغان پیلوټان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېواد ته نه دي را ستانه شوي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *