په انګلستان کې د الوتکې یوه وېډیو په افغانستان کې داسې خپره شوې چې ګواکې د پاکستان جېټ د پنجشیر پر سر الوتنې کوي

False Military

په انګلستان کې د جنګي جېټ یوه وېډیو چې په یوه دره کې تمریني الوتنه کوي، په ټولنیزو رسنیو کې وایرال شوې ده. د انګلستان دا دره د پنجشیر په توګه او جېټ د پاکستان جنګي الوتکې په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.

فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک

د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي چې دا الوتکه د امریکا هوایي ځواک یو جنګي جېټ دی چې د انګستان په ویلز ښار کې په ټیټه ارتفاع کې تمرین کوي. 

حقیقت موندنه

مونږ په وایرال پسټ کې د ځینو کاروونکو کمنټونه ولوستل. ځیني یې لیکلي وو چې ګنې دا یو امریکایي جیټ دی او د پاکستان پورې اړه نه لري.

مونږ په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو د «بنجامین» په نوم د تویتر یوه کاروونکي تویت پیدا کړ. هغه دواړه انځورونه یې په تویتر کې خپور کړی او یو له بل سره یې پرتله کړې ده.

له انځور څخه مالومیږي چې وېډیو د انګلستان د ویلز ښار د «مچ لوپ» تریننګ برخې پورې اړه لري. په مچ لوپ کې الوتکې د تمرین په موخه په ټیټو ارتفاع ګانو کې الوتنه تر سره کوي. 

مونږ همدا راز په یوټیوب کې د مچ لوپ وېډیو ولیدله چې د بګراونډ چاپیریال یې د وایرال شوې وېډیو له چاپیریال سره یو شان وو. دا ثابتوي چې وېډیو د انګلستان ویلز پورې اړه لري او د پنجشیر له درې سره کوم تړاو نه لري.

مونږ د وېډیو د سریزې له متن څخه دا هم مالومه کړه چې په وایرال شوې وېډیو کې الوتکه د  F-15  عقاب په نوم یو جېټ الوتکه ده.

د «مګ دوګلاس F-15 عقاب» یو امریکایي جنګي دوه ماشین (انجین) لرونکی جیټ دی چې په هر اقلیم کې کولای شي جنګي عملیات تر سره کړي. دا الوتکه د «مګ دونل دوګلاس» کمپنۍ پورې اړه لري چې اوس د بوینګ یوه برخه ده.

مونږ د پاکستان اړوند الوتکو په هکله پلټنه وکړه چې ایا دا ډول جنګي الوتکي لري او که نه. خو په دې بریالي نه شو چې ورته الوتکې د پاکستان اړوند الوتکو په نوملړ کې پیدا کړو.

پایله

هغه وایرال شوې وېډیو چې ادعا شوې ګنې د پاکستان جنګي جیټ په پنجشیر کې بمبار کوي، ناسم دی. د الوتکې دا وېډیو د انګلستان په ویلز ښار کې د یوه ټریننګ مرکز پورې اړه لري.

Avatar

سرلیک: په انګلستان کې د الوتکې یوه وېډیو په افغانستان کې داسې خپره شوې چې ګواکې د پاکستان جېټ د پنجشیر پر سر الوتنې کوي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *