د وېډیو ګېم یو کلیپ د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې په توګه خپور شوی دی

International Missing Context

د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې په لړ کې یو شمېر ناسم مالومات او ادعاګانې په خواله رسنیو کې خپرې شوې دي. 

په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼو د وېډیو ګېم یو کلېپ د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې د ژوندۍ وېډیو په توګه خپور کړی دی. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۵ د ګېم یوه وېډیو خپره کړې ده چې ادعا کوي ګواکې د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې پورې تړاو لري.

د ‘NKA Official’ په نوم یوې فېسبوک پاڼې د فبرورۍ په ۲۵ په ژوندۍ بڼه دا وېډیو خپره کړه. د وېډیو په سرلیک کې راغلي: «د اوکراین شمال ختیځ کې همدا اوس سخته شدیده جګړه روانه ده».

دا وېډیو په فېسبوک کې د ۴۲۲ زره کسانو له خوا لیدل شوې ده.

فېسبوک پسټ/ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغه وېډیو پلټنه تر سره کړه. زمونږ د څېړنو په پایله کې مالومه شوه چې دا وېډیو د «ارما-۳» (Arma-3) وېډیو ګېم یوه انیمیشن پورې تړاو لري. 

د ګېم دا وېډیو یو کال وړاندې په ۲۰۲۱ کې په یوټیوب کې خپره شوې وه چې په سرلیک کې یې ‘ArmA-III’ لیکل شوې ده. دا وېډیو په اوکراین کې د دغه هېواد او روسیې تر منځ د روانې جګړې پورې هېڅ تړاو نه لري.

تاسو کولی شئ چې د وېډیو ګېم دا کلېپ دلته وګورئ:

دا لومړی ځل نه دی چې د ګېم وېډیوګانې د جګړې په توګه په خواله رسنیو کې خپریږي. تر دې وړاندې د ګېم وېډیوګانې په پنجشیر کې د پاکستان له خوا د بمبار په توګه خپرې شوې وې، هغه مهال چې طالبانو په پنجشیر کې جګړه کوله. 

مونږ هغه مهال هم په اړه یې د حقیقت موندنې راپور لیکلی وو. تاسو کولی شئ چې دا راپور دلته ولولئ:

راپور

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې په فېسبوک پسټ کې خپره شوې وېډیو د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې پورې تړاو نه لري. دا وېډیو په حقیقت کې د یوه ګېم پورې اړه لري چې ‘ArmA-3) نومیږي.

Avatar

سرلیک: د وېډیو ګېم یو کلیپ د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې په توګه خپور شوی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *