
د فېسبوک په یوه پوسټ کې ادعا شوې چې ګواکې افغانستان ته د ۲ زره امریکایي سرتیرو د راتګ تړون لاسلیک شوی دی.
دا فېسبوک پوسټ څو ځله شریک شوی دی.
خو زمونږ موندنې ښيي چې داسې کوم تړون نه دی لاسلیک شوی او نه هم امریکا پرېکړه کړې تر څو افغانستان ته سرتیري ولیږي.
تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ

په فېسبوک پوسټ کې راغلي: «تازه او دقیق خبر
دغه خبره 100%خقیقت لري
د 2000امریکایانو راتګ قرارداد افغانستان ته لاسلیک شو او د باګرام هوای اډه کې به ځاي پرځای شي
ډیر زر به لوي بدلون په افغانستان کي راشي خپله به یې شاهدان ووسی».
د فېسبوک پوسټ د ادعا له مخې ګواکې دا پرېکړه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د حکومت چارواکو او طالبانو تر منځ شوې ده.
راځئ چې د ادعا او عکس په اړه حقیقت ومومو:
حقیقت موندنه
د ادعا او شریک شوي عکس په اړه د حقیقت موندلو لپاره، موږ د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړ. موږ د ادعا په اړه د کلیدي کلمو پلټنه هم وکړه خو په دې اړه مو کوم خبر یا راپور ونه مونده. د ګوګل د انځورونو پلټنې په پایله کې مو وموندله چې دا عکس شاوخوا ۱۰ کاله پخوانی عکس دی. دا انځور په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال اخستل شوی دی.
د ګوګل د عکس العمل لټون لخوا، موږ وموندله چې عکس شاوخوا 10 کلن پخوانی دی. عکس په ۲۰۱۱ کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په حال کې دی.
تاسو کولی شئ په دې اړه لاندې شواهد او خبر وګورئ:

امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ او ډېر ژر یې د عراق دیکتاتور صدام حسین ونیو. دغه يرغل تر ۲۰۱۱ کال پورې دوام وکړ.
په ۲۰۱۱ کال کې امريکايي پوځيان له ۹ کلن يرغل وروسته له عراق څخه ووتل.
تاسو کولی شئ په دې اړه نور مالومات په لاندې لېنک کې ولولئ:
له دغو پلټنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې فېسبوک پوسټ ناسم دی او نوموړی عکس پخوانی دی.

سرلیک: ایا امریکا افغانستان ته بیاځلې خپل سرتیري لیږي؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False