
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس شوی ګواکې دا چې امریکا په دې وروستیو کې افغانانو لپاره د ۸۰ زره ویزو د ورکړې اعلان کړی دی. زمونږ موندنې ښيي چې امریکا په دې وروستیو کې د ۸۰ زرو ویزو په اړه کوم خبر نه دی خپور کړی.
که څه هم امریکا خپلو همکار او تر ګواښ لاندې افغانانو ته ویزې ورکوي خو د دوی له خوا د ویزو شمېره نه ده مشخص شوې.
ادعا
د «تمنا شینواری» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د روان زیږدیز کال د اکتوبر په ۲۹مه د افغانستان د پخواني پارلمان غړې فرزانه کوچۍ انځور خپور کړی دی. دا فېسبوک پاڼه ویلې: « تازه خبر: امريکا غواړى چى 80 ﺯره افغانان ته پناه ورکړى او هر افغان ته د امريکا څخه پاسپورټ او ويﺯه راليږه.
ﺯه همدا اوس په امريکا کى يم. که تاسو غواړ دلته امريکا ته راشى ﺯه درته پاسپورټ او ويﺯه برابروم صرف مسج وکړى راته.
شرط: تاسو بايد اصليه تﺫکره ولرئ.»
دا فېسبوک پست له نورو سره ۱۳۱ ځله شریک شوی دی.
د فېسبوک پست د لېدلو لپاره کولای شئ لاندې لېنک کېکاږئ:
حقیقت موندنه
که چېرته فېسبوک پست ته ځېر شو، نو لیدل کیږي چې دا انځور د پخواني پارلمان د یوې غړې فرزانه کوچۍ پورې اړه لري. مونږ د فرزانې رسمي فېسبوک پاڼه کې داسې کوم پست ونه لیده چې ګواکې هغه دې د افغانانو د اېستلو خبره کړې وي.
پورتنی تصویر هم د فرزانې د رسمي فېسبوک پاڼې څخه اخستل شوی دی.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه افغانانو ته د ویزو شمېره نه ده اعلان کړې. که څه هم امریکا د خپلو همکارانو او تر ګواښ لاندې افغانانو ته ویزې ورکړي دي او دا پروسه په ورو ډول جریان لري. دغه ویزې د پي-۲، اېس ای وي او د بشری ویزو څخه عبارت دی.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې ګواکې افغانانو ته دې ۸۰ زره ویزې ورکړي. داسې کوم خبر د دغه وزارت په وېبپاڼه کې نه دی خپور شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه/ آرشیف لېنک
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا ګانې ناسم دي چې ګواکې د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فرزانه کوچۍ بهر ته د افغانانو د اېستلو پروګرام پیل کړی دی او یا هم امریکا په دې وروستیو کې افغانانو ته د ۸۰ زره ویزو خبره کړې ده. فرزانه کوچۍ په خپل فېسبوک پاڼه کې داسې کوم خبر نه دی خپور کړی. له بلې خوا امریکا هم افغانانو ته د ۸۰ زره ویزو په اړه کوم خبر نه دی خپور کړی.

سرلیک: په دې وروستیو کې امریکا د افغانانو لپاره د ۸۰ زره ویزو د ورکړې اعلان نه دی کړی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False