دا پیسې او سره زر د امرالله صالح په کور کې نه دي موندل شوي

False National

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او طالبانو ادعا کړې چې ګنې دا پیسې او سره زر د امرالله صالح په کور کې موندل شوي دي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

زمونږ د موندنو پر اساس، د پیسو او سره زرو دا انځورونه پخواني دي.

ادعا

د « جنرال سمیع سادات» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۴مه د ډالرو او سرو زرو یو شمېر پخواني انځورونه خپاره کړي. دې پاڼې ادعا کړې چې ګنې دا پیسې او سره زر په پنجشیر کې د امرالله صالح په کور کې موندل شوي دي. 

په فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي: « غلا غلا

هیله کوم لومړی زما پیج لایک او وروسته دا پوسټ دومره شیر کړی چی ټول جهان یی ووینی د راپورونو له مخی دا هغه سره زر او ډالر دی چی د امرالله صالح له کوره پیدا شوی دی او دا یی غلا کړی وو نو افسوس دی وی زمونږه په داسی مشرانو باندی هیله کووم دا پوسټ شیر کړی تر څو ټولو ته یی اصلیت معلوم شي.»

دا فېسبوک پسټ له نورو سره ۶۰ ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغو عکسونو د ګوګل انځورنو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې د ډالرو او سرو زرو دا انځورونه پخواني دي. دا پیسې د امرالله صالح پورې هېڅ اړه نه لري. په بیک کې د پیسو لومړی انځور درې کاله وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې د یوې وېبپاڼې له خوا خپور شوی دی.

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

دویم انځور هم پخوانی دی او په یوه وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

وېبپاڼه/آرشیف لېنک

د سرو زرو انځور هم اوسنی نه دی. دا انځور د ۲۰۲۱ کال د مې په ۱۰مه په یوه فېسبوک پاڼه کې خپور شوی دی، په هغه وخت کې طالبانو په افغانستان کې واک ته نه وو رسیدلی. خو د امرالله صالح په کور کې د پیسو موندلو ادعا د سپټمبر میاشت کې شوې ده.

فېسبوک پاڼه/آرشیف لېنک

په بیک کې د پیسو دا بل انځور هم پخوانی دی چې د یوې وېبپاڼې په واسطه د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۵ خپور شوی دی. له دغو انځورونو څخه ښکاري چې دا پیسې او سره زر د امرالله صالح په کور کې نه دي موندل شوي. دا د پیسو او سرو زرو پخواني انځورونه دي چې د امرالله صالح پورې هېڅ اړه نه لري.

وېبپاڼه/آرشیف لېنک

پایله

پورتنې انځورونه چې ادعا شوې ګواکې د امرالله صالح په کور کې موندل شوي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي، ناسم دي. دا انځورونه پخواني دي چې د امرالله صالح پیسې پورې اړه نه لري.

Avatar

سرلیک: دا پیسې او سره زر د امرالله صالح په کور کې نه دي موندل شوي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *