
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې ګواکې دا چې نوموړی تصویر د هغه له پروستات عملیاتو څخه وروسته اخستل شوی دی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۱۴۰۰ کال د حمل پر ۱۸مه د اشرف غني یو پخوانی انځور خپور کړي. دوی ویلي: « په سردارد داوود خان روغتون کې د اشرف غني د پروستات تر عملیات وروسته».
د فېسبوک یوه پاڼه
د فېسبوک پاڼې لېنک |
دا انځور د یوه ایراني خبري وبسایټ له لورې هم خپور شوی دی او لیکلي چې د اشرف غني د پروستات عملیات په بریالیتوب تر سره شو.
د ایران یو خبري وبسایټ
د وبسایټ آرشیف شوی لېنک |
د پېښې ارزونه
مونږ د ګوګل تصویر برعکس پلټنې (Google Reverse Image Search) له لارې په دې عکس باندې څېړنه وکړه. په پایله کې مو موندله چې دا انځور پخوانی دی او په کال ۱۳۹۴ کې اخستل شوی دی. دا انځور هغه مهال اخستل شوی چې ښاغلی غني د پښې د عملیاتو لپاره جرمني هېواد ته تللی وو.
د کابل سردار داوود خان خان په روغتون کې د هغه د پروستات عملیاتو خبر سم دی خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا خپور شوی تصویر حقیقت نه لري.
د افغانستان اطلاع رسونې شبکې په ۱۳۹۴ کال کې دا عکس خپور کړی دی. شبکې لیکلي: «د محمد اشرف غني د پښې عملیات په بریاليتوب سره تر سره شوی دی». دا وبسایت همدا راز ویلي: «درې ورځې وړاندې ولسمشر د معالج ډاکټر سره تر مشورو وروسته آلمان هېواد ته تللی دی».
د افغانستان اطلاع رسونې شبکې وېبپاڼه
د وېبپاڼې لېنک |
خامه پریس هم دا انځور یې په کال ۲۰۱۵ خپور کړی او ویلي یي دي: «د ولسمشر غني د پښو عملیات په بریالۍ توګه تر سره شو».
خامه پریس
د وېبپاڼې لېنک |
پایله
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له خوا هغه انځور چې د اشرف غني د پروستات تر عملیاتو وروسته خپور شوی دی، ناسم دی. دا انځور په ۱۳۹۴ کال کې هغه مهال اخستل شوی چې ښاغلی غني د پښې عملیاتو لپاره جرمني ته تللی وو.