ایا په سپین بولدک کې ۸۰ تنه طالبان نیول شوي؟

Missing Context Security

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو یو پخوانی انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۸۰ تنه طالبان د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د فاکت کرېسیندو (Fact Crescendo) موندنې ښیي چې دا انځور پخوانی دی خو نشي تاییدولای چې ګنې په سپین بولدک کې ۸۰ تنه طالبان نیول شوي دي او که نه.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان زیږدیز کال د جولای په ۱۵مه د طالبانو د نېول کېدلو یو پخوانی انځور خپور کړی دی. د «افغان غږ» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «په سپین بولدک کې اتیا (۸۰) تنه طالبان چی ډیری یې پنجابیان دي د افغان کومنډویانو له خوا ونیول شول.»

د فېسبوک دا پست له نورو سره ۱۶۷ ځله شریک شوی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

یوې بلې فېسبوک پاڼې هم ورته پست یې خپور کړی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ په دغه انځور باندې د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور اوسنی نه دی. په دې اړه طالبانو او افغان حکومت څه نه دي ویلي. دا انځور د ‘www.afghanpaper.com’ وېبپاڼې له خوا په ۱۳۹۴ کال کې خپور شوی دی. هغه مهال دا طالبان چې شمېر یې نهو تنو ته رسېده، په جلال آباد کې نیول شوي وو.

په وېبپاڼه کې لیدل کیږي چې دا انځور پخوانی دی

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

څو ورځې وړاندې طالبانو ادعا وکړه چې سپین بولدک یې ونیوه. له بلې خوا د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې پاکستان افغانستان ته د سپین بولدک بېرته را نیولو په تړاو رسمي خبرداری ورکړی دی.  ده ویلي چې پاکستان د افغانستان هوایي ځواک ته د سپین بولدک په نیولو باندې ګواښ کړی. د ښاغلي صالح په خبره، پاکستان ویلي که چېرته افغان هوایي ځواکونو په سپین بولدک کې عملیات وکړي نو د دوی له غبرګون سره به مخ شي. خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي صالح دا ادعا رد کړې ده.

په ورته مهال کې د افغانستان خصوصي تلویزیون طلوع نیوز د ځینو سرچینو له قوله پرته د نوم له ښودلو څخه ویلي چې په سپین بولدک کې د افغان هوایي ځواک د درېیو الوتکو عملیات لغوه شوي دي.

د طلوع نیوز د راپور یوه برخه

د وېبپاڼې لېنک/ آرشیف لېنک

سپین بولدک د کندهار ولایت یوه له هغو ولسوالیو څخه دی چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. په سپین بولدک کې د ویش- چمن سوداګریز بندر شتون لري. دا بندر تر تورخم وروسته یو له مهمو بندرونو څخه شمېرل کیږي چې هره ورځ ورباندې ډېری موټر او خلک تګ را تګ کوي. 

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه انځور اوسنی نه دی چې په سپین بولدک کې د طالبانو نیول کېدلو په اړه خپور شوی دی. دا طالبان څو کاله وړاندې د افغانستان په ختیځ جلال آباد کې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي وو. فاکت کرېسیندو دا نشي تاییدولای چې ووایي په سپین بولدک کې ۸۰ طالبان نیول شوي وي.

Avatar

سرلیک: ایا په سپین بولدک کې ۸۰ تنه طالبان نیول شوي؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *