
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو د «ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق» (یونیسف) تر نامه لاندې یو شمېر دندې اعلان کړي دي چې ګواکې دا سازمان په کابل کې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۱۶۰۰ کارکوونکو ته اړتیا لري. فاکت کرېسیندو موندلې چې د کارموندنې دا اعلان جعلي دی او د یونیسف پورې اړه نه لري.
د ‘Aesthetics’ په نوم یوې فېسبوک پاڼې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د سپټمبر په ۲۷مه لیکلې: « په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په پایله کې د یونیسف نړیوال سازمان د بشري ناورین شتون له امله غواړي چې ۳۰ ټنه غذایي مواد، روغتیایي او د پوښاک توکي له خلکو سره مرسته وکړي». دا فېسبوک پاڼه ادعا کړې چې د دغو مرستو رسولو په موخه یونیسف غواړي ۱۶۰۰ کارکوونکي استخدام کړي. د فېسبوک پست د ادعا له مخې دا کارکوونکي به د سروي، توضیع او مدیریت برخو کې استخدام شي.
دا فېسبوک پست له نورو سره شاوخوا ۸۲۳ ځله شریک شوی دی.
حقیقت موندنه
مونږ د افغانستان اړوند د یونیسف فېسبوک پاڼه کې په دې تړاو د وضاحت یو پست ولید. په پست کې د دغو ادعاګانو په اړه ویل شوی وو چې دا دندې جعلي دي او د یونیسف پورې اړه نه لري.
یونیسف لیکلي: « پدې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د ځينو افرادو او فيسبو ک صفحو څخه پوسټونه شوي چې ګواکې یونیسف یو شمېر خلک په دندو ګماري، نو پدې اساس تاسې ته خبر درکول کېږي چې د دندو دغه اعلانونه جعلي دي. په یاد ولرئ چې یونیسف د دندو اعلانونه یوازې له خپل رسمي ویب پاڼې او تاييد شوي ټولنیزو رسنیو خپروي.»
یونیسف همدا راز ویلي چې هېڅکله نه غواړي له ټولنیزو رسنیو د چینلونو ( لکه واټس اپ ، ټلیګرام ، فیسبوک ، ټویټر او انسټاګرام) له لارې له خلکو څخه د دندو په موخه د هغوی شخصي معلومات ترلاسه کړي.
له بلې خوا په ادعا شوي فېسبوک پست کې یو برېښنا لیک او د ټیلیفون شمېره هم لیکل شوی چې پکې ویل شوې ګواکې د یونیسف پورې تړاو لري. خو دا ایمیل آدرس او د ټیلیفون شمېرې د یونیسف پورې اړه نه لري.
پایله
هغه دندې چې په ټولنیزو رسنیو کې د یونیسف تر نامه لاندې اعلان شوي، حقیقت نه لري او جعلي دي. د کارموندنې دا اعلان د یونیسف پورې اړه نه لري. یونیسف ویلي چې د دغه سازمان پورې اړوند دندې یوازې د یونیسف د رسمي پاڼو او وېبپاڼو له لارې اعلانیږي.

سرلیک: په ټولنیزو رسنیو کې د یونیسف په نوم اعلان شوې دندې حقیقت نه لري
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False