د یوې چاودنې پخواني عکسونه په کابل کې د داعش پر پټنځای د برید په توګه خپاره شوي دي

International Misleading

وروسته تر هغې چې طالبانو په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د طالبانو اړوند ډېرې ادعا ګانې په فېسبوک کې لاس په لاس شوي دي او د دوی په اړه خبرونه خپاره شوي دي. 

په دې وروستیو کې یو شمېر پخواني انځورونه د رسنۍ او ټولنیزو کاروونکو له خوا خپاره شوي چې ادعا شوې ګواکې دا انځورونه په کابل کې د طالبانو له لورې د داعش پر پټنځای د برید پورې اړه لري.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه د نوموړي برید پورې اړه نه لري، بلکې پخواني دي. 

د فېسبوک په یو پوست کې ادعا شوې:

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

تاسو کولی شئ دا فېسبوک پوست لاندې وګورئ:

Facebook  Archive 

د افغانستان ملي تلویزیون (RTA Dari) د دغو پخوانیو انځورونو په خپرولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي چې په کابل کې د داعش یو پټنځای د طالبانو له خوا لمنځه تللی او یو شمېر داعش جنګیالي په دغه نښته کې وژل شوي دي.

RTA Dari  Archive

په ټویټر او فیسبوک کې د پخوانیو عکسونو سره یو ځای داسې پوستونه خپاره شوي چې ادعا کوي د طالبانو او داعش ترمینځ نښتې شوي.

د افغانستان یوه له مشهورو تلویزیوني رسنۍ طلوع نیوز (Tolo news) هم په خپله ټویټر پاڼه کې دغې پېښې ته په اشارې یو شمېر پخواني عکسونه یې خپاره کړي دي. وروسته یې په یو بل تویت کې ویلي چې دا انځورونه پخواني دي او د وروستۍ پېښې پورې تړاو نه لري. د تویت له مخې، طلوع نیوز به خپل پخوانی تویت لیرې کړي.

Tolo News  Archive

په هر حال، په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت ویلي چې د کابل په سرکوتل سیمه کې یې د داعش یو پټنځای لمنځه وړی دی. دا خبر د رسنیو او ټولنیزو شبکو پوستونو له خوا خپور شوی دی خو انځورونه پخواني دي چې د دې پېښې پورې تړاو نه لري.

 حقیقت موندنه

مونږ پر دغو عکسونو د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه په کابل کې د داعش پر پټنځای د برید پورې اړه نه لري.

دا عکسونه په کابل کې د یوې اورلګیدنې پورې اړه لري. 

د نورو جزیاتو ترلاسه کولو لپاره ، تاسو کولی شئ لاندې خبر ولولئ:

Enikassradio.com   Archive 

Shafaqna News  Archive

د طالبانو له خوا د داعش پر پټنځای د برید خبر لوستلو لپاره: 

TOLO News 1 Archive1

TOLO News 2  Archive 2

پایله

د پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې دا انځورونه پخواني دي چې په کابل کې د اورلګیدنې او پخوانۍ چاودنې پورې اړه لري. دا عکسونه په کابل کې د طالبانو له خوا د داعش پر پټنځای د برید پوړې اړه نه لري.

Avatar

سرلیک: تصاویر رویدادهای گذشته در افغانستان به عنوان تصویرهای نبرد طالبان و داعشیان بازنشر شد

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *