ایا پیاز د کورونا ناروغۍ درملنه کوي؟

False Medical

په هېواد کې د کورونا وبا د درېیمې څپې خپرېدلو په لړ کې، د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کورونا وبا په اړه ناسم ادعاوې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ویلي چې پیاز کولای شي کورونا ویروس د ۳ ساعتونو په موده کې لمنځه یوسي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۱۲مه د سور پیاز انځور په خپرولو سره ویلي چې پیاز کولای شي د کورونا ناروغۍ د ۳ ساعتونو په موده کې لمنځه یوسي. 

د «شفیق الله صافی» په نوم یو فېسبوک کاروونکي لیکلي: «یو دانه پیاز دې له تراشک څخه وباسی او هغه ناروغان چې کورونا او یا هم د کورونا نښې پکې لیدل کیږی له یوې څخه نیولې تر درېیو کاچوغو پورې دې په مړه ګیډه وخوري. ان شاء الله له دې ناروغۍ څخه به پر دوو ساعتونو کې جوړ شی.»

نوموړي د ماشومانو لپاره چې عمر یې له 2 څخه تر 7 کالونو پورې وي لیکلي چې باید د پیاز اوبه دې ورته ورکړل شي.

دا پست له نورو سره یو زر ۳۸۴  ځله شریک شوی دی.

فېسبوک/ آرشیف لېنک

یوې بلې فېسبوک پاڼې هم د خام پیاز انځور په خپرولو سره ورته پست یې کړی دی.

فېسبوک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

فاکت کرېسیندو- افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وېبپاڼه له نظره تېر کړ. د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه نه دي ویلي چې ګنې پیاز کولای شي د کورونا ناروغانو درملنه وکړي. پر دې سربېره، د افغانستان عامې روغتیا وزارت مسوولین هم نه دي ویلي چې پیاز د کورونا ویروس لمنځه وړلو لپاره ګټور دی.

د روغتیا نړیوال سازمان له وېبپاڼې څخه

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

پر دې سربېره، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې تر اوسه پورې د کورونا لپاره کومه درملنه شتون نه لري. دا سازمان له خلکو غوښتي چې د دودیزو درملنو په مصروف کې دې باید له ډېر احتیاط څخه کار واخستل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

له بلې خوا د آمریکا د پیازو ټولنې چې د پیازو صنعت برخه کې فعالیت کوي ویلي چې پیاز د پیریوبیوتیک په نوم یوه ماده لري. دا ماده د بدن د معافیت سیسټم پیاوړی کوي. دغې ټولنې ویلي چې لا تر اوسه د کورونا ویروس پر وړاندې د پیازو څخه د ګټې اخستنې کومه څېړنه نه ده تر سره شوې ځکه چې دا یوه نوې وبا ده.

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې ناسم دي چې ګڼې پیاز کولای شي په درېیو ساعتونو کې کورونا لمنځه یوسي. پیاز د پریوبیوتیک مادې په درلودلو سره زمونږ د بدن معافیت ته ګټه لري خو نشي کولای چې کورونا ویروس لمنځه یوسي. ډاکټران او د روغتیا نړیوال سازمان هم نه دي ویلي چې ګنې پیاز د کورونا ناروغۍ لمنځه وړي. لکه څرنګه چې دا ویروس نوی دی، نو په دې اړه ډېرې څېړنې نه دي تر سره شوي.

Avatar

سرلیک: ایا پیاز د کورونا ناروغۍ درملنه کوي؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *