ایا په رښتیا هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه چاودنه کې وژل شوی؟

False Politics

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او د ښاغلي مجاهد د وژل کېدلو خبر ناسم دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان کال د جنوري په ۲۱ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مرګ خبر خپور کړی دی.

د « زرمینه محمدی» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلې: « خواشنﺉ خبر ۔۔

د۔ا۔ا۔ا۔ویاند ز ب ی خ الله م جا هد ۔ باندي موټر بم برید شوی دی چي له امله ویاند صاخب او دري نور ساتونکي وژل شوي تاسو هم دغه موټر بم برید وګوری چي دشهیدان سنګه ټوټه ټوټه شؤی».

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه اوسني نه دي.

لومړی انځور:

لومړی انځور د پولیسو رنجر موټر چاودنې پورې اړه لري. دا چاودنه د زمري په میاشت کې په هرات کې شوې وه. هغه مهال په دې چاودنه کې ۳ کسان وژل شوي وو او ۱۰ تنه نور ټپیان وو. 

تاسو کولی شئ چې لاندې راپور ولولئ:

وېبپاڼه/آرشیف لېنک

دوهم انځور:

مونږ پر دوهم انځور پلټنه وکړه خو په دې اړه مو څه ونه مونده. خو له انځور څخه داسې ښکاري چې د ژمي په موسم کې نه وي اخستل شوی. 

پر دې سربېره، مونږ د ګوګل کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه. زمونږ موندنې ښيي چې ښاغلی ذبیح الله مجاهد وروسته د فېسبوک پسټ د ادعا له نېټې څخه هم په رسنیو کې فعال دی. نوموړی په دې وروستیو کې له پژواک سره مرکه کړې ده او ښيي چې ښاغلی ذبیح الله مجاهد ژوندی دی.

تاسو کولی شئ چې د ښاغلي مجاهد دا مرکه دلته وګورئ:

 پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کومې چاودنې له امله نه دی وژل شوی.

Avatar

سرلیک: ایا په رښتیا هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه چاودنه کې وژل شوی؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *