د ۷۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدلو خبر ناسم دی

False Politics

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د شیرمحمد عباس ستانکزي د جعلي تویت له قوله ویلي چې ټاکل شوې ۷۰۰۰ طالب بندیان له زندان څخه خوشې شي. د دوی پر خبره، یو شمېر طالب مشران به هم له تور نوملړ څخه وویستل شي.

ادعا

یو شمېر رسنۍ لکه خامه پریس، خبریال ډاټ کام او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د ثور په ۷مه ویلي چې ټاکل شوې د طالبانو ۷۰۰۰ بندیان له زندان څخه خوشې او د دوی یو شمېر مشران به د تور لېست څخه ووېستل شي.

د خامه پریس راپور

خامه پریس وېبپاڼه| آرشیف لېنک

خبریال وېبپاڼه بیا لیکلي: «طالبان۷۰۰۰ زندانیان يې ژر خوشي کیږي خو دولت يې نه خوشي کوي».

د خبریال وېبپاڼې راپور

خبریال وېبپاڼه| آرشیف لېنک

دا ناسم خبر د لومړي ځل لپاره د شیرمحمد عباس ستانکزي په نوم د جعلي تویتر اکاونت له خوا خپور شوی دی.

آرشیف لېنک

د یادولو وړ دی چې اوسمهال د تویتر دا جعلي اکاونت خپل نوم یې «طالب جان» ته بدلون ورکړی او نوموړی تویت یې هم پاک کړی دی.

آرشیف لېنک

د واقعیت ارزونه

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل تویت کې ویلي چې شیرمحمد عباس ستانکزی د تویتر هېڅ اکاونټ نه لري. نوموړي د جعلي تویت انځور په خپرولو سره زیاته کړې: «دا اکاونټ جعلي دي، اعتنا مه ورته کوئ».

تویتر| آرشیف لېنک

پایله

هغه خبر چې د ۷۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدلو او د تور لېست څخه د هغوی مشرانو د لیرې کېدلو په اړه  د یو شمېر رسنیو او یوه جعلي تویتر له خوا خپور شوی، ناسم دی. د «شیرمحمد عباس ستانکزي» په نوم تویتر جعلي دی چې اوسمهال یې نوم هم په «طالب جان» بدل شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *