ایا د پاریس ښاروال د سپي په غاړه کې د احمد شاه مسعود مډال اچولی؟

False Military

یو تغییر شوی عکس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ لاس په لاس کیږي چې په کې ویل شوی د قوماندان احمد شاه مسعود مډال د پاریس ښاروال له خوا د سپي په غاړه کې اچول شوی دی.

ادعا

د روان کال د ثور په ۸مه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د یوه انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې د پاریس ښاروال له خوا د احمد شاه مسعود مډال د سپي په غاړه کې اچول شوی دی. په دې انځور کې یو کس د سپي تر څنګ لیدل کیږي چې د سپی په غاړه کې د احمد شاه مسعود یو مډال تر سترګو کیږي.

دا انځور ډېر ځله په فېسبوک او تویتر کې لاس په لاس شوی دی.

تویتر| آرشیف لېنک

د فېسبوک په یوه پاڼه کې لیکل شوي: «هغه مډال چې اشرف غني د پاریس ښاروال ته ورکړ، د هغه له خوا د سپي په غاړه کې اچول شوی دی.»

فېسبوک پاڼه| آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنې له لارې په دې عکس باندې څېړنه وکړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور فوتوشاپ شوی او پخوانی دی. هغه سپی چې په انځور کې لیدل کیږي د امریکا متحده ایالاتونو یوه نظامي سپی دی. دا نظامي سپی په دویمه نړیواله جګړه کې د زړورتیا ښودلو څخه وروسته په یو مډال باندې ویاړل شوی دی. دا سپی «چپس» نومیږي چې د ډیکین مډال یې تر لاسه کړې ده. د ډیکین ډالۍ له ۱۹۴۳ راهیسې حیواناتو ته ورکول کیږي.

په راپور کې لیدل کیږي چې دا انځور په ۲۰۱۸ کال کې خپور شوی دی.

وېبپاڼه | آرشیف لېنک

دا انځور په یوه بله خبري وېبپاڼه کې هم خپور شوی دی.

د ایندیپنډنټ انګلیسي راپور

وېبپاڼه| آرشیف لېنک

له بلې خوا څخه په دې انځور کې د نارینه عکس لیدل کیږي، په داسې حال کې چې د پاریس ښارواله ښځینه ده. څه موده وړاندې محمد اشرف غني د احمد شاه مسعود مډال یې د پاریس ښاروالې ان هیدالګو ته ورکړه. ښاغلي امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: «له ولسمشر څخه مننه کوم چې د پاریس ښاروالې ان هیدالګو ته یې د احمد شاه مسعود دولتي مډال د ورکړې فرمان صادر کړ».

د امرالله صالح فېسبوک پاڼه

آرشیف لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د سپي هغه انځور ناسم دی چې په کې ویل شوی د پاریس ښاروالې له خوا ورته د احمد شاه مسعود مډال ورکړل شوی. دا نظامي سپی په دویمه نړیواله جګړه کې د زړورتیا ښودلو له امله د انګلستان د ډیکین مډال تر لاسه کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *