
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني یو شمېر انځورونه خپاره کړي دي چې ادعا کوي ګواکې نوموړی د زړه حملې له امله په روغتون کې بستر شوی دی.
زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او هغه مهال اخستل شوي دي چې ښاغلی غني د وینې ورکولو لپاره د وینې بانک ته تللی وو.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي او پاڼې د ښاغلي غني انځورونه د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۱مه خپاره کړي دي چې تر څنګ یې څو ډاکټران لیدل کیږي.
دوی ادعا کوي چې ګواکې پر ښاغلی غني باندې د زړه حمله راغلی او نوموړی په روغتون کې بستر شوی دی.

حقیقت موندنه
مونږ پر نوموړي انځورونو باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي. دا انځورونه په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کال کې د عقرب په میاشت کې اخستل شوي دي. هغه مهال چې ښاغلی غني د عاشورا په ورځ له خپل دوهم مرستیال سرور دانش سره د وینې ورکولو لپاره د وینې بانک ته تللی وو.
تاسو کولی شئ چې په دې اړه د «فارس نیوز» دا راپور په فارسي ژبه ولولئ:

له بلې خوا مونږ په دې اړه د ګوګل کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه خو داسې کوم راپور یا خبر مو ونه مونده چې د ښاغلي غني د زړه حملې خبره یې کړې وي.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې دا انځورونه پخواني دي او ښاغلی غني باندې د زړه کومه حمله نه ده راغلې. دا انځورونه هغه مهال اخستل شوي دي چې محمد اشرف غني د عاشورا پر ورځ د وینې ورکولو لپاره د وینې بانک ته تللی وو.

سرلیک: پر پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د زړه حمله نه دی راغلی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False